عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الخُدْرِيِّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«يُؤْتَى بِالْمَوْتِ كَهَيْئَةِ كَبْشٍ أَمْلَحَ، فَيُنَادِي مُنَادٍ: يَا أَهْلَ الجَنَّةِ، فَيَشْرَئِبُّونَ وَيَنْظُرُونَ، فَيَقُولُ: هَلْ تَعْرِفُونَ هَذَا؟ فَيَقُولُونَ: نَعَمْ، هَذَا المَوْتُ، وَكُلُّهُمْ قَدْ رَآهُ، ثُمَّ يُنَادِي: يَا أَهْلَ النَّارِ، فَيَشْرَئِبُّونَ وَيَنْظُرُونَ، فَيَقُولُ: وهَلْ تَعْرِفُونَ هَذَا؟ فَيَقُولُونَ: نَعَمْ، هَذَا المَوْتُ، وَكُلُّهُمْ قَدْ رَآهُ، فَيُذْبَحُ ثُمَّ يَقُولُ: يَا أَهْلَ الجَنَّةِ خُلُودٌ فَلاَ مَوْتَ، وَيَا أَهْلَ النَّارِ خُلُودٌ فَلاَ مَوْتَ، ثُمَّ قَرَأَ: {وَأَنْذِرْهُمْ يَوْمَ الحَسْرَةِ إِذْ قُضِيَ الأَمْرُ وَهُمْ فِي غَفْلَةٍ} [مريم: 39]، وَهَؤُلاَءِ فِي غَفْلَةٍ أَهْلُ الدُّنْيَا {وَهُمْ لاَ يُؤْمِنُونَ} [مريم: 39]».
[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 4730]
المزيــد ...
له ابو سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«يُؤْتَى بِالْمَوْتِ كَهَيْئَةِ كَبْشٍ أَمْلَحَ، فَيُنَادِي مُنَادٍ: يَا أَهْلَ الجَنَّةِ، فَيَشْرَئِبُّونَ وَيَنْظُرُونَ، فَيَقُولُ: هَلْ تَعْرِفُونَ هَذَا؟ فَيَقُولُونَ: نَعَمْ، هَذَا المَوْتُ، وَكُلُّهُمْ قَدْ رَآهُ، ثُمَّ يُنَادِي: يَا أَهْلَ النَّارِ، فَيَشْرَئِبُّونَ وَيَنْظُرُونَ، فَيَقُولُ: وهَلْ تَعْرِفُونَ هَذَا؟ فَيَقُولُونَ: نَعَمْ، هَذَا المَوْتُ، وَكُلُّهُمْ قَدْ رَآهُ، فَيُذْبَحُ ثُمَّ يَقُولُ: يَا أَهْلَ الجَنَّةِ خُلُودٌ فَلاَ مَوْتَ، وَيَا أَهْلَ النَّارِ خُلُودٌ فَلاَ مَوْتَ، ثُمَّ قَرَأَ: {وَأَنْذِرْهُمْ يَوْمَ الحَسْرَةِ إِذْ قُضِيَ الأَمْرُ وَهُمْ فِي غَفْلَةٍ} [مريم: 39]، وَهَؤُلاَءِ فِي غَفْلَةٍ أَهْلُ الدُّنْيَا {وَهُمْ لاَ يُؤْمِنُونَ} [مريم: 39]».
"مرګ به د یو برګ پسه په څېر راوستل شي، یو اواز کوونکی به غږ وکړي: اې جنتیانو، دوی به غړۍ او سرونه راپورته کړي او ګوري به، وبه وایي: آیا تاسو دا پیېژنئ؟ هغوی به ووایي: هو، دا مرګ دی، پداسې حال کې چې ټولو مخکې لیدلی و، بیا به آواز وکړي: اې دوزخيانو، نو غړۍ او سرونه به راپورته کړي او ګوري به، وبه وایي: او آيا تاسو دا پېژنئ؟ هغوی به ووایي: هو، دا مرګ دى، په داسې حال کې چې ټولو مخکې لیدلی و، نو حلال به کړای شي، بیا به ووایي: اې جنتیانو، تلپاتې اوسئ؛ مرګ نشته، او اې دوزخیانو تلپاتې اوسئ مرګ نشته، بیا یې - دا آیت - ولوست: {وَأَنْذِرْهُمْ يَوْمَ الحَسْرَةِ إِذْ قُضِيَ الأَمْرُ وَهُمْ فِي غَفْلَةٍ} [مريم: 39] او ته دوى د حسرت (او ارمان) له ورځې نه ووېروه كله چې به كار فیصله كړى شي، حال دا چې دوى (اوس) په غفلت كې دي، او دوی د دنیا خلک په غفلت کې دي {وَهُمْ لاَ يُؤْمِنُونَ} او دوى ایمان نه راوړي».
[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 4730]
رسول الله صلى الله عليه وسلم خبر ورکوي چې د قيامت په ورځ به مرګ داسې راوستل شي لکه د پسه په څېر چې سپين او تور وي. نو غږ به وکړای شي: اې د جنت خاوندانو! دوی به خپلې غاړې او څټونه راوږده کړي او سرونه به راپورته کړي او ګوري به، نو ورته به ووایي: آیا دا پیژنئ؟ هغوی به ووايي: هو، دا مرګ دی، پداسې حال کې چې ټولو لیدلی او پېژندلی دی. بیا به آواز کوونکی آواز وکړي: اې د اور خاوندانو، نو څټونه او غړۍ به راوږدې کړي، سرونه به راپورته کړي او ګوري به، او و به وایي: آیا دا پېژنئ؟ هغوی به ووایي: هو، دا مرګ دی، پداسې حال کې چې ټولو مخکې لیدلی و؛ نو حلال به کړای شي، بیا به آواز کوونکی ووایي: اې د جنت اوسېدونکو، د تل لپاره ژوندي اوسئ، مرګ نشته، او ای دوزخیانو، د تل لپاره ژوندي اوسئ، مرګ نشته. دا - وینا - مؤمنانو ته په نعمتونو او کافرانو ته په عذاب کې د زیاتوالي له امله کیږي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم دا آیت ولوست: {وَأَنْذِرْهُمْ يَوْمَ الْحَسْرَةِ إِذْ قُضِيَ الأَمْرُ وَهُمْ فِي غَفْلَةٍ وَهُمْ لا يُؤْمِنُونَ} [مريم: 39] (او ته دوى د حسرت (او ارمان) له ورځې نه ووېروه كله چې به كار فیصله كړى شي، حال دا چې دوى (اوس) په غفلت كې دي او دوى ایمان نه راوړي) نو د قيامت په ورځ به د جنتیانو او دوزخیانو تر منځ جلاوالی راوستل شي او هر يو به خپل ځای ته د تل لپاره ورننوځي. نو بدي کوونکی به په نیکۍ نه کولو پښیمانه شي او کوتاهي کوونکی به هم پښېمانه شي چې ولې یې ښه عملونه زیات ندي کړي.