عن أبي أمامة الباهلي رضي الله عنه قال: سمعتُ رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول:
«اقرؤوا القرآنَ فإنَّه يأتي يوم القيامة شَفِيعًا لأصحابه، اقرؤوا الزَّهرَاوَين البقرةَ وسورةَ آل عِمران، فإنهما تأتِيان يوم القيامة كأنهما غَمَامَتان، أو كأنهما غَيَايَتانِ، أو كأنهما فِرْقانِ من طَيْر صَوافٍّ، تُحاجَّان عن أصحابهما، اقرؤوا سورة البقرة، فإن أخذها بَرَكة، وتركها حَسْرة، ولا تستطيعها البَطَلَة».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 804]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

له أبو أمامة الباهلي رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي چې ویل یې:
«قرآن ولولئ، ځکه چې د قیامت په ورځ خپلو خاوندانو ته شفاعت کوونکي راځي زهراوین (بقرة او آل عمران) تلاوت کړئ، ځکه چې دواړه د قیامت په ورځ لکه د دوو ورېځو یا سیورو په شان راځي، یا د مرغانو د دوو سېلونو په څېر، د خپل ویونکي څخه به دفاع کوي، البقره سورت ولولئ، ځکه چې اخېستل یې برکت، پرېښودل یې پښېمانتیا او تمبل او لټان خلک یې نه شي اخېستلی.

[صحيح دی] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحيح مسلم - 804]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د قرآن کریم په دوامداره تلاوت کولو ټینګار کړی؛ ځکه قرآن د قیامت په ورځ خپلو تلاوت کوونکو ته شفاعت کوي؛ هغوی چې عمل یې پرې کړی وي، بیا یې د البقره او آل عمران په سورتونو تاکید وکړ او دواړه یې په زهراوین او ځلانده سورتونو سره یاد کړل؛ د روښنایۍ او هدایت له امله. او دا چې د تلاوت- او په معنا کې یې تدبر او پر هغه څه عمل کول چې پدې کې دي - اجر یې د قیامت په ورځ لکه د دوو ورېځو او داسې نورو په څېر، یا لکه د مرغانو د دوو سېلونو په څېر چې وزرونه یې غوړولي او یو له بل سره نښلولي وي او په خپل خاوند یې سیوری جوړ کړی وي او دفاع ترې کوي. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم د سورة البقرې پر دوامداره تلاوت، په معنا کې یې تدبر او پر هغه څه عمل تاکید کړی دی چې پکې دي، او دا چې برکت او په دنیا او آخرت کې لویې ګټې پکې نغښتې دي، او پرېښودل یې د قیامت په ورځ پښېمانتیا او افسوس دی او د دې سورت له فضیلت څخه یو دا دی چې جادوګران نه شي کولای هغو کسانو ته زیان ورسوي چې دا سورت تلاوت کوي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د قرآن کریم په زیات تلاوت کولو امر، او دا چې خپلو خاوندانو ته د قیامت په ورځ شفاعت کوي، هغوی چې لولي یې، په لارښوونو یې عمل کوي، اوامر یې پر ځای کوي او له هغو کارونو ډډه کوي چې منع یې ترې کړې ده.
  2. د سورة البقرې او آل عمران د تلاوت کولو فضیلت او لوی اجر.
  3. د البقره سورت تلاوت لوی فضل لري، او خاوند یې له سحر جادو څخه ساتل کیږي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو اندونیسیایي نور (34)