عَنْ جَابِرٍ رَضيَ اللهُ عنهُ أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«إِنَّ مِنْ أَحَبِّكُمْ إِلَيَّ وَأَقْرَبِكُمْ مِنِّي مَجْلِسًا يَوْمَ القِيَامَةِ أَحَاسِنَكُمْ أَخْلاَقًا، وَإِنَّ أَبْغَضَكُمْ إِلَيَّ وَأَبْعَدَكُمْ مِنِّي مَجْلِسًا يَوْمَ القِيَامَةِ الثَّرْثَارُونَ وَالمُتَشَدِّقُونَ وَالمُتَفَيْهِقُونَ»، قَالُوا: يَا رَسُولَ اللهِ، قَدْ عَلِمْنَا الثَّرْثَارُونَ وَالمُتَشَدِّقُونَ فَمَا الْمُتَفَيْهِقُونَ؟ قَالَ: «الْمُتَكَبِّرُونَ».
[صحيح] - [رواه الترمذي] - [سنن الترمذي: 2018]
المزيــد ...
له جابر رضی الله عنه څخه روایت دی، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
بېشکه له تاسو څخه تر ټولو خوښ او د قیامت په ورځ زما مجلس ته تر ټولو نږدې کسان هغه دي چې غوره اخلاق ولري، او تر ټولو ناخوښ او زما مجلس نه تر ټولو لرې کسان د قیامت په ورځ: ثرثارون – ډېر خبرې او بې ځایه خبرې کوونکي (كړتو)، متشدقون – هغه کسان چې په تکلف او د وښکېو په حرکت سره خبرې کوي، ځان ښيي او متفيهقون – هغه کسان چې په غرور او تکبر سره خبرې کوي. صحابه کرامو وویل: ای د الله رسوله! موږ ثرثارون او متشدقون پېژنو، خو متفيهقون څوک دي؟نبي کریم ﷺ وفرمایل: متفيهقون یعني کبر کوونکي (هغوی چې په تکبر او غرور په ډکه خوله ویناوې کوي).
[صحيح] - [ترمذی روایت کړی دی] - [سنن ترمذی - 2018]
رسول الله صلی الله علیه وسلم موږ ته خبر راکړی چې: په دنیا کې تر ټولو خوښ خلک د هغه لپاره هغو دي چې غوره اخلاق ولري او د قیامت په ورځ به هم همدوی د هغه مجلس ته تر ټولو نږدې وي. او هغه ته تر ټولو ناخوښ خلک هغه دي چې په دنیا کې بد اخلاق ولري، او د قیامت په ورځ به له هغه څخه تر ټولو لرې وي لکه: (الثرثارون) ډېرې خبرې کوونکي بېځایه ژبه چلوونکي چې له حق څخه وځي، او (المتشدقون) په تکلف او فصاحت سره خبرې اوږدوي او ځان ته اهمیت ورکوي، پرته له دې چې احتیاط او ځان وساتي، (المتفيهقون) صحابه کرامو وویل: ای د الله رسوله! ثرثارون او متشدقون خو مو وپېژندل، نو دا (المُتفیهقون) څوک دي؟ نبي ﷺ وفرمایل: دا کبرجن خلک دي، هغه کسان چې په خلکو ملنډې وهي او په ډکه خوله لوی لوی خبرې کوي.