عن عبد الله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما مرفوعاً: قال: لم يكن رسول الله صلى الله عليه وسلم فاحشاً ولا متفحشاً، وكان يقول: «إن من خياركم أحسنكم أخلاقًا».
[صحيح] - [متفق عليه]
المزيــد ...

د عبد الله بن عمرو بن العاص - رضي الله عنهما - څخه مرفوع روایت دی: فرمایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم نه فاحش و ( هغه څوک چې فحاشي یې عادت ګرځیدلی وي ) او نه متفحش ( هغه څوک چې فحاشي یې عادت نه وي خو په عمدي توګه یې کوي ) او فرمایل به یي: غوره ستاسو هغه څوک دی چې ښه أخلاق ولري.
صحيح - متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)

تشریح

پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - د عادت له مخې؛ نه د پوچې وینا او ناوړه کړنو صفت لرونکی و او نه یې دا کارونه په قصدي توګه کول، بلکه د لویو أخلاقو لرونکی و، او خبر یې ورکړی چې په مؤمنانو کې غوره هغه څوک دی چې ښه أخلاق ولري، ځکه ښه أخلاق نیکیو ته بلنه او له بدیو څخه منع کول کوي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. مؤمن باید له بدو خبرو او بدو کارونو څخه ځان وساتي.
  2. پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - د أخلاقو له اړخه د زغم خاوند و، له هغه څخه پرته له نیک عمل او پاکیزه وینا څخه نور څه ندي راغلي.
  3. ښه اخلاق د مؤمنانو تر منځ د سیالۍ ډګر دی، نو څوک چې په دې کې مخکښ و، هغه د مؤمنانو له ډلې څخه غوره او په ایمان کې تر ټولو کامل دی.
نور