عَنْ عِيَاضِ بْنِ حِمَارٍ أَخِي بَنِي مُجَاشِعٍ رَضيَ اللهُ عنه قَالَ: قَامَ فِينَا رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ ذَاتَ يَوْمٍ خَطِيبًا، فَقَالَ: وَسَاقَ الْحَدِيثَ وَفِيهِ:
«وَإِنَّ اللهَ أَوْحَى إِلَيَّ أَنْ تَوَاضَعُوا حَتَّى لَا يَفْخَرَ أَحَدٌ عَلَى أَحَدٍ، وَلَا يَبْغِي أَحَدٌ عَلَى أَحَدٍ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2865]
المزيــد ...

له عیاض بن حِمَار المجاشعي رضي الله عنه څخه روايت دی وایي چې: یوه ورځ رسول الله ﷺ زمونږ په منځ کې خطبه کوونکی ودرید او ویې فرمایل: بیا یې حدیث بیان کړ او پکې یې وفرمایل:
«او الله ماته وحی کړی چې تاسو عاجزي وکړئ، تر څو هېڅوک د بل پر وړاندې پر ځان ونه ویاړي او هېڅوک په بل چا تېری ونه کړي».

[صحيح دی] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحيح مسلم - 2865]

تشریح

نبي ﷺ د خپلو صحابه‌وو په منځ کې خطبه کوونکی ودرېد او په وینا کې یې وفرمایل: الله ورته وحی کړې چې خلک باید خپلو کې عاجزي وکړي، داسې چې خلکو ته د مهربانۍ وزرې وغوړوي او نرمي غوره کړي، تر څو هېڅوک د نسب، مال یا بل څه له امله پر بل فخر ونه کړي او نه یو پر بل ظلم او تېری وکړي.

د حديث له ګټو څخه

  1. په حدیث کې پر عاجزۍ ټینګار شوی او دا چې خلک باید ځان له تکبر څخه وساتي او ځان پر خلکو پورته ونه ګڼي.
  2. له تېري او ویاړ څخه ممانعت.
  3. د الله لپاره عاجزي دوه معناوې لري: لومړئ معنا: چې د الله د دین لپاره عاجزي وکړې، نو د دین پر وړاندې لویي نه کوې او نه ځان د دین د احکامو له عملي کولو لوړ ګڼې؛ دویم: دا چې د الله د بندګانو پر وړاندې د الله لپاره عاجزي وکړې، نه د هغوی له وېرې او نه یې د ګټې په هیله، بلکې یوازې د الله لپاره.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (35)
نور