عَنْ أَبِي حَمْزَةَ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ -خَادِمِ رَسُولِ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ- عَنْ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«لاَ يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ، حَتَّى يُحِبَّ لِأَخِيهِ مَا يُحِبُّ لِنَفْسِهِ»
[صحيح] - [متفق عليه] - [الأربعون النووية: 13]
المزيــد ...
د ابو حمزه انس بن مالک رضي الله عنه څخه – چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم خادم و – روایت دی، چې نبي صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي:
"په تاسو کې هیڅوک مومن کیدلی نه شي؛ تر څو چې د خپل ورور لپاره هغه څه خوښ کړي چې د ځان لپاره یې خوښوي".
[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [الأربعين النوويه - 13]
رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي چې هېڅ مسلمان تر هغه پورې د بشپړ ایمان خاوند کېدلی نه شي تر څو چې خپل مسلمان ورور ته هغه څه خوښ کړي چې ځانته یې خوښوي هغه که: طاعتونه او یا هر ډول دیني او دنیوي ښېګڼې وي او دا چې څه د ځان لپاره بد ګڼي د هغه لپاره یې هم بد وګڼي، نو که چېرته یې په خپل ورور کې دیني نېمګړتیا ولیده، په اصلاح کې یې زیار باسي او که کومه ښېګڼه یې پکې ولیده نو ملاتړ یې کوي او د دین او دنیا په اړه یې ورته نصیحت کوي.