ډلبندي:
+ -

عَنِ النَّوَّاسِ بْنِ سِمْعَانَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«البِرُّ: حُسْنُ الخُلُقِ، وَالإِثْمُ مَا حَاكَ فِي صَدْرِكَ، وَكَرِهْتَ أَنْ يَطَّلِعَ عَلَيْهِ النَّاسُ». وَعَنْ وَابِصَةَ بْنِ مَعْبَدٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: أَتَيْتُ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: «جِئْتَ تَسْأَلُ عَنِ البِرِّ وَالإِثْمِ»، قُلْتُ: نَعَمْ، قَالَ: «اسْتَفْتِ قَلْبَكَ، البِرُّ: مَا اطْمَأَنَّتْ إلَيْهِ النَّفْسُ، وَاطْمَأَنَّ إلَيْهِ القَلْبُ، وَالإِثْمُ: مَا حَاكَ فِي نَفْسِكَ وَتَرَدَّدَ فِي الصَّدْرِ، وَإِنْ أَفْتَاكَ النَّاسُ وَأَفْتَوْكَ».

[صحيح] - [الحديث الأول: رواه مسلم، والحديث الثاني: رواه أحمد والدارمي.] - [الأربعون النووية: 27]
المزيــد ...

له نواس بن سمعان رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبي صلی الله عليه وسلم فرمایلي:
«نیکي ښه اخلاق دي، او ګناه هغه څه ده چې په زړه کې دې شک او تردد وي او نه غواړې چې خلک پرې خبر شي».

[صحيح] - [الحديث الأول: رواه مسلم، والحديث الثاني: رواه أحمد والدارمي] - [الأربعون النووية - 27]

تشریح

نبي صلی الله عليه وسلم د نېکۍ او ګناه په اړه داسې خبر ورکړی چې: د نېکۍ تر ټولو ستره ځانګړنه له تقوا سره د الله تعالی په وړاندې ښه اخلاق دي، او د خلکو سره د هغوی د اذیت پر وړاندې زغم، لږه غصه، ورین مخ، ښه وینا، اړیکې پالل، اطاعت، نرمي او مهرباني، د خلکو سره ښه ژوند تېرول او ملګرتیا ده او دا چې نېکي هغه څه دي چې زړه او نفس پرې آرامه شي. او ګناه هغه څه ده چې په نفس کې ورسره شک او تردید راځي، پرته لدې چې سینه پرې پراخه شي، او په زړه کې ترې وېره وي چې دا ګناه ده، او نه غواړې چې دغه عمل خلکو ته ښکاره شي، ځکه چې دا عمل د خلکو له نظره بد دی، په ځانګړې توګه د هغو خلکو له نظره چې نمونه یي او د اخلاقو له اړخه بشپړ وي، ځکه نفس طبیعتاً غواړي چې خلک یې ښې کړنې وویني، نو که د ځینو کړنو په اړه یې د خلکو خبرېدل ښه نه ګڼل، نو هغه ګناه ده او خېر پکې نشته؛ که څه هم خلکو یې په اړه فتوا درکړي وي، لدې امله تر هغه پورې یې په فتوا عمل مه کوه چې ستا په زړه کې یې په اړه د شک او شبهې نښې وي، ځکه چې تر څو پورې شبهه پر ځای او صحیح وي او مفتي په ناپوهۍ کې فتوا درکړي وي نو دا فتوا یې له منځه نشي وړلای؛ خو که فتوا پر یو شرعي دلیل ولاړه وه، نو بیا پر فتوا غوښتونکي واجب دي چې رجوع ورته وکړي، که څه هم سینه یې ورته پراخه شوي نه وي، یعنې زړه یې نه وي منلي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د غوره اخلاقو پر درلودلو ټینګار؛ ځکه چې ښه اخلاق له لویو نېکو خویونو څخه دي.
  2. حق او باطل پر مؤمن نه ګډوډېږي، بلکې (مؤمن) حق په هغې رڼا سره پېژني چې په زړه کې یې ده، او له باطل څخه تېښته کوي او نه یې مني.
  3. د ګناه له نښانو څخه د زړه خفګان او تشویش دی، او دا بد ګڼل چې خلک ترې خبر شي.
  4. سندي ویلي: دا (خبره) په هغو شکمنو معاملو تطبيقېږي چې خلک په کې د يوې خوا د ټاکلو په اړه نه پوهيږي؛ که نه نو په شریعت کې خو د دلیل له ظاهرېدو پرته مأمور به د دې خلاف نیکي ده، او له څه نه چې منع راغلې ګناه ده، نو د زړه فتوا او تسليت ته پکې اړتیا نشته.
  5. پدې حدیث سره د سالم فطرت لرونکي خلک مخاطب دي، نه هغوی چې زړونه یې چپه دي؛ نه ښه پېژني او نه بد بدګڼي، پرته له هغه څه چې د دوی نفسونه یې غواړي.
  6. طیبي وایي: ویل کېږي چې حدیث کې نیکي په بېلابېلو معناوو سره تفسیر شوې، په یو ځای کې په هغه څه سره تفسیر شوې چې روح ته سکون ورکوي او زړه پرې ډاډمنېږي، په بل ځای کې په ایمان سره تفسیر شوې، په یو بل ځای کې په هغه څه سره چې الله تعالی ته دې نږدې کوي، او دلته په غوره اخلاقو سره تفسیر شوی، بیا د غوره اخلاقو تفسیر داسې شوی چې: د نورو ضرر زغمل، لږ غصه کېدل، ورین مخ او غوره وینا چې دا ټول سره په معنا کې یوبل ته نږدې دي.
ژباړه: انګلیسي اردو اندونیسیایي بنګالي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي تايلندي ألماني آسامي ألباني امهري ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي لیتواني دري صربي تاجیکي کینیارونډا ژباړه هنګري چیکي الموري Kannada کنادا الولوف آزري اوزبکي اوکراني الجورجية المقدونية الخميرية
د ژباړو کتنه
ډلبندیانې
نور