ډلبندي:
+ -

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ بُسْرٍ رَضِيَ اللَّهِ عَنْهُ قَالَ: أَتَى النَّبِيَّ رَجُلٌ، فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ! إِنَّ شَرَائِعَ الإِسْلَامِ قَدْ كَثُرَتْ عَلَيْنَا، فَبَابٌ نَتَمَسَّكُ بِهِ جَامِعٌ؟ قَالَ:
«لاَ يَزَالُ لِسَانُكَ رَطْبًا مِنْ ذِكْرِ اللَّهِ». وفي رواية: مِنْ حَدِيثِ مُعَاذِ بْنِ جَبَلٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ: آخِرُ مَا فَارَقْتُ عَلَيْهِ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنْ قُلْتُ: أَيُّ الأَعْمَالِ خَيْرٌ وَأَقْرَبُ إِلَى اللَّهِ؟ قَالَ: «أَنْ تَمُوتَ وَلِسَانُكَ رَطْبٌ مِنْ ذِكْرِ اللَّهِ عَزَّ وَجَلَّ».

[صحيح] - [رواه أحمد والترمذي وابن ماجه وابن حبان] - [الأربعون النووية: 50]
المزيــد ...

د عبدالله بن بسر رضي الله عنه نه روایت دی وایي چې: یو سړی نبي صلی الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل: "ای د الله رسوله! د اسلام احکام زموږ لپاره ډېر زیات شوي دي، نو داسې یوه (اساسي) چاره را ته وښیه چې موږ پرې ټینګ ودرېږو او هر څه رانغاړي؟" هغه وویل:
«ستا ژبه دې تل د الله په ذکر لمده وي».

[صحيح] - [رواه أحمد والترمذي وابن ماجه وابن حبان] - [الأربعون النووية - 50]

تشریح

یو سړي رسول الله صلی الله علیه وسلم ته شکایت وکړ چې نفلي عبادتونه پرې زیات شوي دي تر دې چې د کمزورۍ له امله یې نه شي ادا کولای، بیا یې له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې داسې یو ساده عمل ته یې لارښوونه وکړي چې اجر یې ډېر وي، نو دی به پرې په دوامداره توګه ټینګار وکړي.
نو هغه ته رسول الله - صلی الله علیه وسلم - لارښوونه وکړه چې په هر وخت او حالاتو کې د الله تعالی په یادولو سره خپله ژبه تازه او خوځنده وساتي لکه: تسبیح (سبحان الله) ویل، تحمید (الحمد لله) ویل، استغفار (استغفر الله) ویل او داسې نور.

د حديث له ګټو څخه

  1. په دوامداره توګه د الله تعالی د ذکر فضیلت.
  2. د ثواب ګټلو د وسیلو اسانتیا د الله جل جلاله یوه لویه لورینه ده.
  3. د خېر او نیکۍ په کارونو کې له برخمنېدو څخه د بندګانو توپیر او یو پر بل غوره والی.
  4. د زړه په هماهنګۍ سره په ژبه د الله تعالی ډېر یادول؛ په سبحان الله، الحمد لله، لا اله الا الله، الله اکبر او داسې نورو الفاظو سره د ډېرو نفلی عملونو ځای نیسي.
  5. هغه صلی الله علیه وسلم د پوښتونکو حالاتو ته په لیدو هر یو ته داسې ځواب ورکاوه چې د هغه له حالت سره به برابر و.
ژباړه: انګلیسي اردو اندونیسیایي بنګالي ترکي روسي بوسنیایي هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي تايلندي آسامي ألباني امهري ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي دري صربي تاجیکي کینیارونډا ژباړه هنګري چیکي الموري الولوف آزري اوزبکي اوکراني الجورجية المقدونية الخميرية
د ژباړو کتنه
ډلبندیانې
نور