ډلبندي:
+ -

عَنْ عُمَرَ بْنِ الخَطَّابِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«لَوْ أَنَّكُمْ كُنْتُمْ تَوَكَّلُونَ عَلَى اللهِ حَقَّ تَوَكُّلِهِ لَرَزَقَكُمْ كَمَا يَرْزَقُ الطَّيْرَ تَغْدُو خِمَاصًا وَتَرُوحُ بِطَانًا».

[صحيح] - [رواه الإمام أحمد، والترمذي، والنسائي، وابن ماجه، وابن حبان في صحيحه، والحاكم] - [الأربعون النووية: 49]
المزيــد ...

له عمر بن الخطاب رضی الله عنه څخه روایت دی چې نبي صلی الله عليه وسلم فرمایلي:
«که تاسې په الله حق توکل کاوه، الله به تاسې ته داسې روزي درکوله لکه څنګه چې مرغانو ته روزي ورکوي چې سهار خالي ججوري وځي او بېګاته ډکې ګېډې راستنیږي».

[صحيح] - [رواه الإمام أحمد والترمذي والنسائي وابن ماجه وابن حبان في صحيحه والحاكم] - [الأربعون النووية - 49]

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم پر مونږ ټینګار کوي چې د دنيا او دين په چارو کې د ګټې د لاسته راوړلو او ضرر دفع کولو لپاره پر الله جل جلاله توکل وکړو، ځکه چې له هغه پاک ذات پرته بل څوک د ورکړې، منع کولو، ضرر او یا ګټې رسولو واک نه لري. او دا چې په الله تعالی له رېښتوني باور سره هغه اسباب وکاروو چې ګټې راجلبوي او ضرر دفع کوي، نو کله چې مونږ دا کار وکړ الله تعالی به مونږ ته داسې روزي راکړي لکه هغه مرغانو ته یې چې ورکوي چې سهار وختي وږي وځي او بېګا مهال بېرته ډکې خېټې راګرځي، د الوتونکو دا کار د رزق د پلټنې پسې د اسبابو کارولو یو ډول دی، پرته له دې چې سستي او تمبلي وکړي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د توکل فضیلت او دا چې دا یو له هغو لویو اسبابو څخه دی چې رزق پرې لاسته راوړل کیږي.
  2. توکل د اسبابو له کارولو سره په ټکر کې عمل ندی، ځکه هغه وفرمایل چې ریښتینی توکل د رزق په لټه کې له سهار او بېګا وتلو سره په ټکر کې عمل ندی.
  3. د زړه اعمالو ته د شریعت پاملرنه؛ ځکه چې توکل یو قلبي عمل دی.
  4. یوازې له اسبابو سره تړاو ساتل په دین کې نیمګړتیا ده، او د اسباب کارولو پرېښودل د عقل نیمګړتیا ده.
ژباړه: انګلیسي اردو اندونیسیایي بنګالي ترکي روسي بوسنیایي هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي تايلندي ألماني آسامي ألباني امهري ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي دري صربي تاجیکي کینیارونډا ژباړه هنګري چیکي الموري الولوف آزري اوزبکي اوکراني الجورجية المقدونية الخميرية
د ژباړو کتنه
ډلبندیانې
نور