عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو رضي الله عنهما قال: قال رَسولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«أَرْبَعٌ مَنْ كُنَّ فِيهِ كَانَ مُنَافِقًا، وَإِنْ كَانَتْ خَصْلَةٌ مِنْهُنَّ فِيهِ كَانَتْ فِيهِ خَصْلَةٌ مِنَ النِّفَاقِ حَتَّى يَدَعَهَا: مَنْ إِذَا حَدَّثَ كَذَبَ، وإِذَا وَعَدَ أَخْلَفَ، وإذَا خَاصَمَ فَجَرَ، وَإِذَا عَاهَدَ غَدَرَ».
[صحيح] - [رواه البخاري ومسلم] - [الأربعون النووية: 48]
المزيــد ...
له عبد الله بن عمرو رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«دا څلور ځانګړنې دي چې په چا کې وي منافق دی، او که له دغو ځانګړنو څخه یوه هم په کې وه، نو د منافقت یوه ځانګړنه به پکې وي تر دې چې پرې یې ږدي: کله چې خبرې کوي، دروغ وایي، کله چې وعده کوي، وفا پرې نه کوي، کله چې شخړه کوي سپکې سپورې وایي، او کله چې تړون وکړي نو خیانت کوي».
[صحيح] - [رواه البخاري ومسلم] - [الأربعون النووية - 48]
رسول الله صلی الله علیه وسلم د څلورو ځانګړتیاوو په اړه خبرداری ورکړی چې که په یو مسلمان کې سره یو ځای شي نو د دې ځانګړنو له امله به له منافق سره ورته والی ولري او دا په هغو کسانو تطبیقیږي چې دا ځانګړتیاوې پرې غالبه وي، او په چا کې چې په نادره توګه وي هغه پکې شامل نه دي، هغه ځانګړتیاوې دا دي:
لومړی: کله چې په قصدي توګه درواغ وايي او په خپلو خبرو کې رښتینی نه وي.
دویمه: کله چې تړون وکړي عمل پرې نه کوي او د مقابل لوری سره خیانت کوي.
دریمه: کله چې ژمنه وکړي وفا پرې نه کوي، بلکې وعده خلافي کوي.
څلورمه: کله چې چا سره شخړه کوي نو شخړه یې ډېره سخته وي او له حق څخه انحراف کوي او ورڅخه د منکرېدو لپاره یې چل کوي، او تل باطل او دروغ وایي.
نفاق د یو څه ښکاره کولو ته وایي چې خلاف یې پټوي او دا معنی په هغه شخص کې شتون لري چې دا ځانګړتیاوې لري، او منافقت یې د هغه چا په حق کې دی چې خبري یې ورسره کړي، وعده یې ورسره کړې، امانتدار یې ګرځولی، شخړه یې ورسره کړې او یا یې ورسره کوم تړون کړی دی، نه دا چې په اسلام کې منافق دی؛ چې اسلام ښکاره کوي په داسې حال کې چې په پټه کافر وي، نو په چا کې چې لدې ځانګړتیاوو څخه یوه وي، د منافق له خویونو څخه به پکې یو خوی وي تر دې چې پرې یې ږدي.