عَنْ أَبِي بُرْدَةَ، عَنْ أَبِيهِ أَبِي مُوسَى الأَشْعَريِّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ:
أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بَعَثَهُ إِلَى اليَمَنِ، فَسَأَلَهُ عَنْ أَشْرِبَةٍ تُصْنَعُ بِهَا، فَقَالَ: وَمَا هِيَ؟، قَالَ: «البِتْعُ وَالمِزْرُ»، فَقِيلَ لِأَبِي بُرْدَةَ: مَا البِتْعُ؟ قَالَ: نَبِيذُ العَسَلِ، وَالمِزْرُ: نَبِيذُ الشَّعِيرِ، فَقَالَ: «كُلُّ مُسْكِرٍ حَرَامٌ» خرجه البخاري.
وَخَرَّجَهُ مُسْلِمٌ وَلَفْظُهُ: قَالَ: بَعَثَنِي رَسُولُ اَلله أَنَا وَمُعَاذٌ إِلَى اَليَمَنِ، فَقُلْتُ: يَا رَسُولُ اَللَّهِ! إِنَّ شَرَابًا يُصْنَعُ بِأَرْضِنَا يُقَال لَهُ: المِزَرُ مِنَ الشَّعِيرِ، وَشَرَابٌ يُقَالُ لَهُ: البِتْعُ مِنَ العَسَلِ، فَقَالَ: «كُلُّ مُسْكِرٍ حَرَامٌ».
وَفِي رِوَايَةٍ لِمُسْلِمٍ: «فَقَالَ: كُلُّ مَا أَسْكَرَ عَنِ الصَّلَاةِ فَهُوَ حَرَامٌ».
وَفِي رِوَايَةٍ لَهُ: «وَكَانَ رَسُولُ الله قَدْ أُعْطِيَ جَوَامِعَ الكَلِمِ بِخَوَاتِمِهِ، فَقَالَ: أَنْهَى عَنْ كُلِّ مُسْكِرٍ أَسْكَرَ عَنْ الصَّلَاةِ».
[صحيح] - [رواه البخاري ومسلم] - [الأربعون النووية: 46]
المزيــد ...
له ابی بردة رحمه الله څخه روایت دی چې هغه له خپل پلار ابو موسی الأشعري رضی الله عنه څخه روایت کوي:
رسول الله صلی الله عليه وسلم یمن ته واستاوه، نو هغه ترې د هغو څښاکونو په اړه وپوښتل چې هلته جوړېږي، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل: «هغه څه دي؟» ده وویل: «البِتْعُ او المِزْرُ» نو ابی بردة ته وویل شول چې: «البِتْعُ څه شی دی؟» هغه وویل: د شاتو نبیذ (یعنې هغه څښاک چې له شاتو جوړېږي او وروسته نشهوَر شي) او: المِزْر: د وربشو چمتو شوی څښاک دی، نو هغه صلی الله عليه وسلم وفرمایل: «هر نشهوَر (مستی راوستونکی) حرام دی». بخاري روایت کړی. او مسلم دا حدیث روایت کړی دی او د هغه الفاظ داسې دي چې: ابو موسی الأشعري رضی الله عنه وايي: رسول الله صلی الله عليه وسلم زه او معاذ بن جبل یمن ته واستولو، نو ما وویل: اې د الله رسوله! زموږ په سیمه کې یو ډول شراب جوړېږي چې «المِزَر» ورته ویل کېږي، او له اوربشو نه جوړېږي، او یو بل ډول شراب دي چې «البِتْع» ورته ویل کېږي، او له شاتو نه جوړېږي، نو رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمایل:
«هر نشهوَر شی حرام دی». او د مسلم په یوه بل روایت کې دي چې: «هر هغه څه چې د لمانځه څخه (انسان) بې هوښه کړي، نو هغه حرام دی». او د همده په یو بل روایت کې دي چې: «رسول الله صلی الله عليه وسلم ته (جوامع الکلم) یعنې لنډې خو له معنا ډکې ویناوې ورکړل شوي چې په ویناوو مهر لګوونکي دي، نو هغه فرمایلي چې: له هر هغه نشهوَر شي څخه یې منع کړې ده چې د لمانځه له یاد څخه انسان بې هوښه کوي».
[صحيح دی] - [البخاري او مسلم روايت کړی دی] - [الأربعين النوويه - 46]
ابو موسی الأشعري رضی الله عنه خبر ورکوي چې نبي صلی الله عليه وسلم هغه یمن ته واستاوه، نو هغه (ابو موسی) له نبي صلی الله عليه وسلم څخه د یو ډول څښاکو په اړه وپوښتل چې په یمن کې جوړېږي، چې آیا حرام دي؟ نو نبي صلی الله عليه وسلم ترې د هغو په اړه پوښتنه وکړه. ابو موسی الأشعري رضي الله عنه وویل چې: البتع د شاتو نه جوړ څښاک دي، او المزر له اوربشو نه جوړ څښاک دي. نو رسول الله صلی الله علیه وسلم؛ چې جوامع الکلم ورکړل شوي دي وفرمایل: «هر نشه کوونکی شی حرام دی».