ډلبندي:

عَنْ أَبِي مُحَمَّدٍ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرِو بْنِ العَاصِ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«لَا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى يَكُونَ هَوَاهُ تَبَعًا لِمَا جِئْتُ بِهِ».

[قال النووي: حديث صحيح] - [رويناه في كتاب الحجة بإسناد صحيح] - [الأربعون النووية: 41]
المزيــد ...

له ابو محمد عبدالله بن عمرو بن العاص رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«له تاسو يو هم تر هغه بشپړه ايمان نه شي راوړی ترڅو يې خپله نفسي غوښتنه د هغه څه تابع نه وي ګرځولي چې زه ورسره راغلی يم».

[النووي وايي: حديث صحيح دی] - [موږ په کتاب الحجة کې په صحیح سند سره روایت کړی دی] - [الأربعين النوويه - 41]

تشریح

رسول الله صلی الله عليه وسلم څرګنده کړې ده چې انسان تر هغه وخته پورې بشپړ مؤمن نه شي جوړېدلی چې خوښه یې د هغه څه تابع نه وي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې له اوامرو، نواهیو او داسې نورو څخه راتګ کړی دی، نو هغه څه به خوښوي چې هغه پرې امر کړی او له هغه څه نه به کرکه لري چې هغه ترې منع فرمایلي ده.

د حديث له ګټو څخه

  1. حدیث شریعت ته د تسلمېدو او غاړې اېښودلو په باب کې یو اصل دی.
  2. انسان له دې وېرول چې د عقل او عادت له مخې پرېکړې وکړي او پر هغه څه یې مخکې کړي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پرې راتګ کړی دی، ځکه څوک چې داسې کوي، ایمان ترې نفي شوی دی.
  3. د شریعت حاکمول په هر څه کې واجب دي، ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي: «لِمَا جِئتُ به» (د هغه څه چې زه ورسره راغلی یم)،
  4. ایمان په اطاعت سره زیاتېږي او په ګناه سره کمېږي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (53)
ډلبندیانې
نور