عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«إِنَّمَا بُعِثْتُ لِأُتَمِّمَ مَكَارِمَ الْأَخْلَاقِ».

[حسن] - [رواه البخاري في الأدب المفرد وأحمد والبيهقي] - [السنن الكبرى للبيهقي: 20819]
المزيــد ...

له ابوهرېرة رضي الله عنه څخه روایت دی وايي چې: رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمایلي:
"زه د دې لپاره رالېږل شوی یم چې غوره اخلاق د کمال تر کچې ورسوم".

[حسن] - [امام بخاري په الأدب المفرد کې، احمد او البیهقي روایت کړی دی] - [د البيهقي السنن الکبری، - 20819]

تشریح

رسول الله صلی الله عليه وسلم خبر ورکوي چې الله جل جلاله هغه د دې لپاره رالېږلی، تر څو د اخلاقو فضیلتونه او ښېګڼې بشپړې کړي؛ ځکه هغه صلی الله علیه وسلم د پخوانیو پیغمبرانو د (رسالتونو) بشپړوونکی رالېږل شوی، او د عربو د ښو اخلاقو پوره کوونکی، عربان داسې وو چې خیر به یې خوښاوه او له شر څخه به یې کرکه کوله، د مروت، کرم او شهامت خاوندان وو؛ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم د دې لپاره رالېږل شوی و، تر څو د هغوی په اخلاقو کې شته نیمګړتیاوې بشپړې کړي، لکه په نسبونو افتخار کول، تکبر، فقیر سپک ګڼل او داسې نور.

د حديث له ګټو څخه

  1. ښو اخلاقو ته هڅوونه، او له بدو اخلاقو منع کول.
  2. په اسلامي شریعت کې د ښو اخلاقو اهمیت بیانول او دا چې دا د اسلام له لومړیتوبونو څخه دي.
  3. د جاهليت د زمانې خلکو ځینې غوره اخلاق درلودل لکه سخاوت، مېړانه، او نور؛ نو اسلام راغی تر څو دا اخلاق بشپړ کړي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو اندونیسیایي نور (36)
نور