عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«أَكْثِرُوا ذِكْرَ هَادمِ اللَّذَّاتِ» يَعْنِي الْمَوْتَ.

[حسن] - [رواه الترمذي والنسائي وابن ماجه] - [سنن ابن ماجه: 4258]
المزيــد ...

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"د خوندونو له منځه وړونکی ډېر یادوئ"، یعنې مرګ.

[حسن] - [الترمذي، النسائي او ابن ماجه روایت کړی دی] - [سنن ابن ماجه - 4258]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د مرګ پر یادونې ټېنګار کوي ځکه چې په ​​یادولو سره یې انسان ته آخرت یادېږي، او مینه یې په زړه کې د دنیا خوندونه ویجاړوي، په ځانګړې توګه حرام خوندونه.

د حديث له ګټو څخه

  1. مرګ د دنیا خوښۍ له منځه وړي، خو مؤمن د آخرت خوندونو او د جنت مزو او هغو لویو ښېګڼو ته انتقالوي چې په جنت کې به یې تر لاسه کوي.
  2. د مرګ یادونه او هغه څه چې ترې وروسته راځي د توبې، ګناه پریښودلو او د آخرت لپاره د چمتووالي اسباب دي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اندونیسیایي بنګالي نور (31)