عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«سَبْعَةٌ يُظِلُّهُمُ اللَّهُ تَعَالَى فِي ظِلِّهِ يَوْمَ لاَ ظِلَّ إِلَّا ظِلُّهُ: إِمَامٌ عَدْلٌ، وَشَابٌّ نَشَأَ فِي عِبَادَةِ اللَّهِ، وَرَجُلٌ قَلْبُهُ مُعَلَّقٌ فِي المَسَاجِدِ، وَرَجُلاَنِ تَحَابَّا فِي اللَّهِ، اجْتَمَعَا عَلَيْهِ وَتَفَرَّقَا عَلَيْهِ، وَرَجُلٌ دَعَتْهُ امْرَأَةٌ ذَاتُ مَنْصِبٍ وَجَمَالٍ فَقَالَ: إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ، وَرَجُلٌ تَصَدَّقَ بِصَدَقَةٍ فَأَخْفَاهَا حَتَّى لاَ تَعْلَمَ شِمَالُهُ مَا تُنْفِقُ يَمِينُهُ، وَرَجُلٌ ذَكَرَ اللَّهَ خَالِيًا، فَفَاضَتْ عَيْنَاهُ».
[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 1423]
المزيــد ...
له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"اووه کسان دي چې الله تعالی به هغوی د خپل سیوري لاندې کړي، په هغه ورځ چې د الله له سیوري پرته بل هېڅ سیوری نه وي: عادل پاچا، هغه ځوان چې د الله په عبادت کې رالوی شوی وي، هغه سړی چې زړه یې له جوماتونو سره تړلی وي، هغه دوه کسان چې د الله لپاره یو بل سره مینه لري، په همدې سره یو ځای شوي وي او په همدې سره جلا شوي وي، او هغه سړی چې یوې د منصب او ښکلا خاوندې ښځې (بدکارۍ) ته بلنه ورکړې وي خو هغه ویلي وي: زه له الله نه وېرېږم، او هغه سړی چې په پټه صدقه ورکړي، تر دې چې چپ لاس یې نه پوهېږي ښي لاس یې څه ورکړي دي، او هغه سړی چې کله الله یاد کړي، نو سترګې یې له اوښکو ډکې شي".
[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 1423]
رسول الله ﷺ اووه ډوله مؤمنانو ته زېری ورکړی، چې الله تعالی به هغوی د خپل عرش تر سیوري لاندې کړي، په هغه ورځ چې د هغه له سیوري پرته به بل سیوری نه وي: لومړی: هغه واکمن چې په خپل نفس کې عادل وي او فاسق نه وي، د خپل رعیت په منځ کې انصاف کوي او ظلم نه کوي؛ دا هغه څوک دی چې د مسلمانانو لویه واکمني لري او هر هغه څوک چې د مسلمانانو له چارو څخه څه په واک کې لري او انصاف پکې کوي، هم دې درجې ته ور شاملېږي. دویم: هغه ځوان چې د الله په عبادت کې رالوی شوی وي او خپله ځواني او قوت یې پکې مصرف کړی وي، تر دې چې په همدې حالت کې وفات شوی وي. درېیم: هغه سړی دی چې زړه یې له جومات سره تړلی وي، کله چې ترې ووځي، تر هغه پورې چې بېرته ورته راوګرځي، د جومات سره د سخت محبت، ډېر تګ راتګ او دوامداره زړهنیوي له امله، که څه هم بدن یې له جوماته بهر وي. څلورم: دوه هغه کسان چې هر یو د بل سره د الله لپاره رښتینې مینه ولري، او د دیني محبت پر بنسټ دوام ورکړی، او دا مینه د دنیاوي خنډ له امله پرې نه کړي، که سره یو ځای شوي وي یا نه، تر هغه چې مرګ یې جدا کړي. پنځم: هغه سړی چې یوې د نسب، شرف، مقام، مال او ښکلا خاوندې ښځې ځان ته د بدکارۍ لپاره بلنه ورکړې وي، خو هغه ترې انکار کړی وي او ورته یې ویلي وي چې: زه له الله نه وېرېږم. شپږم: هغه سړی چې لږه یا ډېره صدقه یې ورکړې وي، او ریا یې پکې نه وي کړې، بلکې پټه کړې یې وي، تر دې چې چپ لاس یې نه پوهېږي چې ښي لاس یې څه ورکړي دي. اووم: هغه سړی چې الله راپه زړه کړي، یا په ژبې سره یاد کړي، په داسې ځای کې چې له خلکو لرې وي، نو د الله له وېرې او د هغه له تعظیمه یې سترګې راډکې شي.