عن أبي هريرة رضي الله عنه أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال:
«لَيْسَ الشَّدِيدُ بِالصُّرَعَةِ، إِنَّمَا الشَّدِيدُ الَّذِي يَمْلِكُ نَفْسَهُ عِنْدَ الْغَضَبِ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 6114]
المزيــد ...

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«پياوړی کس - په غېږ نیولو کې - چپه کوونکی ندی، بلکې پياوړی هغه دی چې د غصې پر مهال خپل ځان کنټرول کړي».

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 6114]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايي چې اصلي ځواک د بدن ځواکمني نده او نه هغه ځواکمن دی چې نور قوي کسان راچپه کړي، بلکې غښتلی او پیاوړی - انسان - هغه څوک دی چې د خپل نفس په وړاندې مبارزه وکړي او د سختې غصې په وخت کې یې کنټرول کړي، ځکه چې دا د دې په خپل ځان د پوره ځواک او په شیطان د غالبېدو دلیل دی.

د حديث له ګټو څخه

  1. د غصې په وخت کې د زغم او پر نفس د کنټرول فضیلت، او دا یو له هغو نیکو کارونو څخه دی چې اسلام پرې ټینګار کړی دی.
  2. د غصې پر مهال د نفس په وړاندې مبارزه د دښمن پر وړاندې له مبارزې کولو سخته ده.
  3. اسلام د جاهلیت د ځواکمنۍ مفهوم ته په ښو اخلاقو بدلون ورکړی دی، نو تر ټولو ځواکمن انسان هغه دی چې خپل ځان کنټرول کړي.
  4. له غوصې څخه ځان ساتل، ځکه چې زیان یې افرادو او ټولنې ته رسیږي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (67)
نور