عن أبي ذر رضي الله عنه قال: قال لي النبي صلى الله عليه وسلم:
«لَا تَحْقِرَنَّ مِنَ الْمَعْرُوفِ شَيْئًا، وَلَوْ أَنْ تَلْقَى أَخَاكَ بِوَجْهٍ طَلْقٍ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2626]
المزيــد ...

له أبو ذر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې ماته رسول الله صلی الله علیه وفرمایل:
«له ښېګڼې څخه څه شی سپک مه ګڼه، اګر که د خپل ورور سره په ورین تندي مخامخ شې».

[صحيح دی] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحيح مسلم - 2626]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم په نیکۍ کولو ټینګار کړی، او دا چې (څوک) یې سپکه ونه ګڼي که څه هم لږه وي، لکه له یو چا سره په موسکا کې په ورین تندي مخ کېدل، نو مسلمان ته په کار دي چې پاملرنه ورته وکړي؛ ځکه چې پدې کې د یو مسلمان ورور ته سکون ورکول او خوشحالول دي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د مومنانو تر منځ د مينې فضيلت، او په موسکا او ورین تندي سره مخ کېدل.
  2. د دې شريعت بشپړتيا او ټول شمولوالي او دا چې دې شریعت په هر هغه څه سره راتګ کړی دی چې د مسلمانانو سمونتیا او یووالی پکې وي.
  3. په نیکۍ کولو ټینګار که څه هم لږه وي.
  4. د مسلمانانو خوشحالول؛ ځکه چې پدې سره د دوی تر منځ نږدېوالی رامنځته کیږي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (67)
نور