عَن أَبي عَبْدِ اللهِ الْجَدَلِيِّ قَالَ: سَأَلْتُ عَائِشَةَ أُمِّ المؤْمنينَ رَضيَ اللهُ عنها عَنْ خُلُقِ رَسُولِ اللهِ صلى الله عليه وسلم فَقَالَتْ:
لَمْ يَكُنْ فَاحِشًا وَلَا مُتَفَحِّشًا وَلَا صَخَّابًا فِي الْأَسْوَاقِ، وَلَا يَجْزِي بِالسَّيِّئَةِ السَّيِّئَةَ وَلَكِنْ يَعْفُو وَيَصْفَحُ.
[صحيح] - [رواه الترمذي وأحمد] - [سنن الترمذي: 2016]
المزيــد ...
ابو عبدالله الجدلي وایي: ما له عائشې (د مؤمنانو له مور) رضي الله عنها څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اخلاقو په اړه پوښتنه وکړه، نو هغې وویل:
سول الله صلی الله علیه وسلم نه فاحش و (هغه څوک چې فحاشي یې عادت ګرځېدلی وي ) او نه متفحش و ( هغه څوک چې فحاشي یې عادت نه وي خو په عمدي توګه یې کوي) نه په بازارونو کې چیغې وهونکی و او نه یې بدې ته په بده ځواب ورکاوه، بلکې بخښنه یې کوله او (خلکو ته د هغوی له بدیو) به تېرېده.
[صحيح] - [رواه الترمذي وأحمد] - [سنن ترمذی - 2016]
د مؤمنانو له مور، عایشې رضي الله عنها څخه د رسول الله صلی الله علیه وسلم د اخلاقو په اړه پوښتنه وشوه، نو هغې وویل: د هغه صلی الله علیه وسلم په طبیعت کې نه فحش و، نه بدخويي، نه یې په خبرو او نه کړنو کې بدوالی و، نه به یې له ځانه فحش جوړول او نه به یې قصداً پوچې ویناوې کولې، نه به یې په بازارونو کې غږ لوړاوه او نه به یې بدۍ ته په بدۍ ځواب ورکاوه؛ بلکې د نېکۍ بدله به یې ورکوله، او په زړه کې به یې بخښنه کوله، او په ښکاره به یې له بدیو تېرېدنه کوله.