عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الخُدْرِيِّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«لاَ تَسُبُّوا أَصْحَابِي، فَلَوْ أَنَّ أَحَدَكُمْ أَنْفَقَ مِثْلَ أُحُدٍ ذَهَبًا مَا بَلَغَ مُدَّ أَحَدِهِمْ، وَلاَ نَصِيفَهُ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 3673]
المزيــد ...

له ابو سعید الخدری رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«لاَ تَسُبُّوا أَصْحَابِي، فَلَوْ أَنَّ أَحَدَكُمْ أَنْفَقَ مِثْلَ أُحُدٍ ذَهَبًا مَا بَلَغَ مُدَّ أَحَدِهِمْ، وَلاَ نَصِيفَهُ». "زما اصحابو ته کنځلې مه کوئ، ځکه که ستاسو څخه یو څوک د احد (د غره) په اندازه سره زر خیرات کړي، نو د هغه د یوې یا نیمې لپې په اندازه صدقې ته به ونه رسیږي".

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 3673]

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم صحابه کرامو او په تېره بيا مخکښو مهاجرينو او انصارو ته له کنځلو کولو منعه کړې ده؛ او فرمایلي یې دي چې که یو څوک د احد د غره په اندازه سره زر خیرات کړي نو په ثواب کې به د صحابه کرامو د یوې یا نیمې لپې خیرات ته هم ونه رسیږي، د لپې څخه مراد د برابر سړي دواړه لاسونه دي چې (سره یو ځای یې کړي او) ډک یې کړي؛ دا د هغوی د زیات اخلاص، پاکو نیتونو او په خیرات کولو کې د مخکښۍ او جګړې له امله او دا چې هغوی د مکې له فتحې څخه وړاندې په سختو شیبو کې وو او خپله یې اړتیا زیاته وه.

د حديث له ګټو څخه

  1. صحابه کرامو رضي الله عنهم ته کنځلې کول حرام او د لویو ګناهونو څخه دي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو اندونیسیایي نور (49)