عن عمران بن حصين رضي الله عنهما قال: كانت بي بَوَاسيرُ، فسألت النبي صلى الله عليه وسلم عن الصلاة، فقال: «صَلِّ قائما، فإن لم تستطع فقاعدا، فإن لم تستطع فعلى جَنْبٍ».
[صحيح] - [رواه البخاري]
المزيــد ...

له عمران بن حصین - رضی الله عنهما - څخه روایت دی فرمایلې یې دي: ما بواسیر درلودل، نو له پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - څخه مې د لمانځه پوښتنه وکړه نو ویې فرمایل:«په ولاړه لمونځ وکړه، که یې نشې کولای نو په ناسته یې وکړه او که یې نشې کولای نو په ملاسته یې وکړه».
صحيح - بخاري روايت کړی دی

تشریح

په احادیثو کې د هغه چا د لمانځه د څرنګوالي په اړه وضاحت راغلي چې د بواسیرو یا درد له امله - په ولاړه لمونځ نشې کولای - یا داسې نور عذرونه ولري، نو پېغمبر - صلی الله علیه وسلم - خبر ورکړی چې اصل په لمانځه کې ودریدل (قیام) دی مګر دا چې - د ودرېدو - وړتیا ونه لري نو بیا دې په ناسته لمونځ وکړي، او که یې - په ناسته هم نشو کولای - نو بیا ورته روا دی چې په ملاسته لمونځ وکړي.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ياباني آسامي ألباني السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د ناروغانو لپاره د فرضي لمانځه د مرتبو د مراعت واجبوالی، نو ودریدل پرې واجب دی چې که چیرته یې کولای شول، ځکه چې قیام - ودریدل - د فرضي لمونځ له ارکانو څخه یو رکن دی، اګر که په یو څه تکیه کوونکی او یا یو څه ته تکیه کوونکی هم وي لکه: امسا، دیوال او داسې نور.
  2. که چېرته نشو ودریدلای، او یا پرې - ودریدل - سخت و، نو بیا پرې په ناسته لازم دی، که څه هم په څه شي او یا څه شي ته تکیه کوونکی وي، او که چیرته یې کولای شول نو رکوع او سجده به کوي، که چیرته کېناستلی نه شو، او یا ورته - ودریدل - سخت و نو په ملاسته دې لمونځ وکړي، او ښی اړخ غوره دی، او که چېرته یې ستوني ستاخ د قبلې لورې ته لمونځ وکړ هم صحیح دی، که یې نشو کولای نو په سر سره دې اشاره وکړي، او د سجدې لپاره سر ټېټول به یې د رکوع په پرتله زیات وي، تر څو د دواړو رکنونو تر منځ توپير وشي، او ځکه چې سجده له رکوع نه ټيټه ده.
  3. له یو حالت څخه بل حالت ته به نه اوړي کم له دې مګر د ناتوانۍ پر مهال، او یا دا چې لومړی ورته د دویم په پرتله سخت وي، او یا یې په کولو کې ورته سختي وي؛ ځکه له یو حالت نه بل ته اوړیدل د ناتوانۍ پورې تړلی دی.
  4. د هغه سختوالي حد او اندازه چې له امله یې فرضي لمونځ په ناسته روا کیږي، هغه مشقت یا سختي ده چې په شتون سره خشوع له منځه ځي، ځکه خشوع د لمانځه تر ټولو لوی مقصد دی.
  5. هغه عذرونه چې فرضي لمونځ په ناسته روا ګرځوي ډیر دي، یوازې د ناروغتیا پورې خاص ندی، ځکه د چټ (سقف) ټېټوالی چې راوتلی ورڅخه نه شي، او په کېښتۍ، بیړۍ، موټر او طیاره کې د اړتیا پر مهال لمونځ کول سره لدي چې ودریدل پکې نه کیږي، دا ټول هغه عذرونه دي چې دا روا کوي.
  6. تر څو چې عقل پر ځای وي لمونځ نه ساقطیږي، کله چې ناروغ په سر سره اشاره نشي کولای نو په سترګو به اشاره کوي، نو د رکوع لپاره به لږ ټیټیږي او سجدي ته به له هغې ډیر ټیټیږي، که یې په ژبې سره لوستل کولای شول نو ودې لولي، که نه په زړه سره دې ولولي، او که چېرته یې په سترګو سره اشاره نه شوه کولای په زړه کې دي لمونځ وکړي.
  7. د حدیث د مطلق - حکم - دا غوښتنه ده چې هغه به په ناسته لمونځ کوي، په هر ډول چې وغواړي، او دا اجماع ده، او اختلاف په غوره والی کې دی، نو د جمهورو په نیز به د قیام پر ځای او له رکوع نه د راپورته کېدو پر مهال په پلتۍ وهلو سره لمونځ کوي، او له سجدې نه د راپورته کېدو په ځای کې به غوړیدلی کیني ( داسې چې ښۍ پښه ودروي، او په چپه پښه کښیني )
  8. د الله پاک امرونه د وړتیا او توان سره سم پر ځای کیږي، نو الله هیڅ نفس د هغه له ځواک څخه پورته نه مکلفوي.
  9. د دې اسلامي شریعت سماحت او آساني، لکه څرنګه چې الله تعالی فرمایلي {وَمَا جَعَلَ عَلَيْكُمْ فِي الدِّينِ مِنْ حَرَجٍ} [الحج:78] او پر تاسو يې په دین كې هېڅ حرج (مشقت) نه دى ایښى {يُرِيدُ اللَّهُ أَنْ يُخَفِّفَ عَنْكُمْ} [النساء]. او الله غواړي چې پر تاسو تخفیف (اساني) راولي، نو د الله مهرباني په خپلو بنده ګانو ډیره پراخه ده.
  10. څه چې تېر شول د فرضي لمانځه حکم و، او نفلي لمونځ په ناسته هم صحیح کیږي، اګر که عذر هم ونه لري، خو که د عذر له امله وي نو بیا پوره اجر لري، او له عذر پرته د ودریدونکي په پرتله یې ثواب نیم دی لکه څرنګه چې په سنت سره ثابت دي.
نور