عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«لَا تَحَاسَدُوا، وَلَا تَنَاجَشُوا، وَلَا تَبَاغَضُوا، وَلَا تَدَابَرُوا، وَلَا يَبِعْ بَعْضُكُمْ عَلَى بَيْعِ بَعْضٍ، وَكُونُوا عِبَادَ اللهِ إِخْوَانًا الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ، لَا يَظْلِمُهُ وَلَا يَخْذُلُهُ، وَلَا يَحْقِرُهُ التَّقْوَى هَاهُنَا» وَيُشِيرُ إِلَى صَدْرِهِ ثَلَاثَ مَرَّاتٍ «بِحَسْبِ امْرِئٍ مِنَ الشَّرِّ أَنْ يَحْقِرَ أَخَاهُ الْمُسْلِمَ، كُلُّ الْمُسْلِمِ عَلَى الْمُسْلِمِ حَرَامٌ، دَمُهُ، وَمَالُهُ، وَعِرْضُهُ».
[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2564]
المزيــد ...
له ابو هریرة رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"یو بل سره کینه مه کوئ، یو پر بل قیمت مه لوړوئ په داسې حال کې چې توکي اخېستونکي نه یاست، له یو بل سره کینه مه کوئ، یو بل ته شا مه اړوئ، او کله چې یو څوک اخیستل کوي نو د هغه د بېعې د پاسه تاسو بیعه مه کوئ (تر دې چې هغه سره یې خبره خلاصه شوې نه وي)، او یو بل سره د الله بندګان؛ وروڼه وروڼه شئ یو مسلمان د بل مسلمان ورور دی، ظلم پرې نه کوي او ځانته یې نه پرېږدي او نه یې سپکوي، تقوا دلته ده،"هغه درې ځلې خپلې سینې ته اشاره وکړه" د یو سړي لپاره دومره شر بسنه کوي چې خپل مسلمان ورور ته سپک وګوري، هر مسلمان پر بل مسلمان حرام دی، وینه یې، مال یې، او عزت یې.
[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 2564]
رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسلمان ورور سره د ښه چلند لارښوونه کوي، او ځینې هغه دندې او آداب یې هم تشریح کړي چې دوی یې باید د دوی په وړاندې ولري؛ له هغو جملې څخه: لومړی وصیت: کینه مه کوئ چې له یو بل څخه د نعمت د زوال هیله ولرئ. دویم: تناجُش مه کوئ یعنې د یو توکي د بیې په لوړولو کې دې ( د بل د دوکه کولو لپاره سره چنې مه وهي) حال دا چې د اخېستو اراده نه لري؛ بلکې یوازې پلورونکي ته د ګټې رسولو یا پېرودونکي ته د زیان رسولو اراده لري. دریم: یو بل سره دښمني مه کوئ، چې هغه بل ته ضرر رسول او د محبت ضد عمل دی، مګر دا چې بغض او کینه د الله لپاره وي؛ ځکه دا واجب دی. څلورم: یوبل ته شا مه اړوئ، چې هر یو له خپل مسلمان ورور څخه مخ اړوي او پرېږدي یې. پنځم: یو د بل د پلور له پاسه پلور مه کوئ، داسې چې توکي اخېستونکي ته ووایي: زما سره د همدې توکي په څېر لدې ارزانه دی، یا لدې په بیه کې ښه دی. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم یو جامع وصیت وکړ نو ویې فرمایل: د ورونو په څېر شئ چې یاد منع شوي څیزونه پرېږدئ، او په خپلو کې سره مینه، مهرباني، شفقت، نرمي او د خیر په کارونو کې مرسته وکړئ، پداسې حال کې چې زړونه مو یو بل ته پاک وي او په هر حال کې خپلمنځي نصیحت کوئ. د دې ورورګلوۍ اړتیاوې عبارت دي له: چې پر خپل مسلمان ورور ظلم یا تېری ونه کړي. خپل مسلمان ورور پرې نږدي چې ظلم ورسره وشي، داسې چې له ملاتړ څخه یې پداسې یو ځای کې لاس واخلي چې د هغه د مرستې کولو وس لري، او د ظلم مخنیوی پرې ونه کړي. او دا چې سپک یې نه کړي او د تحقیر په موخه ورته په سپک نظر ونه ګوري، کوم چې په زړه کې د تکبر پایله ده. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم درې ځلې تشریح کړه چې تقوا په زړه کې ده، او څوک چې په زړه کې تقوا ولري، کومه چې د ښو اخلاقو او له الله تعالی څخه د وېرې او د هغه د څار غوښتنه کوي نو هېڅکله به مسلمان سپک نه کړي، او د یو چا لپاره په بد اخلاقۍ کې بسنه کوي چې خپل مسلمان ورور سپک کړي؛ د هغه کبر له امله چې په زړه کې یې لري. بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم په هغه څه ټینګار وکړ چې وړاندې یې یادونه وشوه چې هر مسلمان پر بل مسلمان حرام دی؛ د هغه وینه لدې چې په وژنه پرې تیری وکړي او لدې کم چې ټپي یې کړي او یا یې ووهي، او همدا رنګه مال یې پرې حرام دی چې په ناحقه یې واخلي او همدارنګه عزت یې چې په ځان او نسب کې یې سپک کړي.