+ -

عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ: أَخَذَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِمَنْكِبِي، فَقَالَ:
«كُنْ فِي الدُّنْيَا كَأَنَّكَ غَرِيبٌ أَوْ عَابِرُ سَبِيلٍ»، وَكَانَ ابْنُ عُمَرَ، يَقُولُ: إِذَا أَمْسَيْتَ فَلاَ تَنْتَظِرِ الصَّبَاحَ، وَإِذَا أَصْبَحْتَ فَلاَ تَنْتَظِرِ المَسَاءَ، وَخُذْ مِنْ صِحَّتِكَ لِمَرَضِكَ، وَمِنْ حَيَاتِكَ لِمَوْتِكَ.

[صحيح] - [رواه البخاري] - [صحيح البخاري: 6416]
المزيــد ...

له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې: رسول الله صلی الله علیه وسلم زه له اوږې ونیولم او ویې ویل:
«كُنْ فِي الدُّنْيَا كَأَنَّكَ غَرِيبٌ أَوْ عَابِرُ سَبِيلٍ»«په دنيا کې داسې اوسېږه لکه پردی يا مسافر»، او ابن عمر به وېیل: كله دې چې ماښام کړ نو د سهار انتظار مه كوه، او كله چې دې سهار کړ نو د ماښام انتظار مه كوه، روغتيا دې د ناروغۍ او ژوند دې د مرګ پر وړاندې غنیمت وګڼه.

[صحيح] - [بخاري روايت کړی دی] - [صحیح بخاري - 6416]

تشریح

ابن عمر رضي الله عنهما یادونه کوي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه له اوږې ونیو- اوږه د مټ او ولي یو ځای کوونکې برخه ده - او ورته یې وویل: په دنیا کې داسې اوسه لکه ته چې پردی یې، داسې یو ښار ته تللی یې چې د اوسېدو لپاره پکې کور نه وي، او نه پکې داسې اوسېدونکی وي چې پرې ډاډه شې، له کورنۍ، اولادونو او اړیکو نه خالي ځای وي؛ کوم چې د خالق تعالی نه د بوختیا لامل دي، بلکې له پردي نه هم ور آخوا اوسه لکه لاروی چې خپل هېواد ته په لاره روان وي ځکه چې کېدی شي پردی په بېګانه هېواد کې اووسیږي او هغه یې استوګن ځای شي، د لاروي پر خلاف چې هېواد ته یې په لاره وي، ځکه هغه داسې وي چې تم کیږي خو ودریږي نه، او ټینګار یې پر دي وي چې خپل وطن ته ورسیږي، نو لکه څنګه چې مسافر دومره څه ته اړتیا لري چې تر کوره یې ورسوي، همدارنګه مؤمن هم په دنیا کې دومره څه ته اړتیا لري چې خپل مقصد ته یې ورسوي.
نو ابن عمر پر دې نصیحت عمل وکړ او ویل به یې: کله دې چې سبا کړ نو د بیګا انتظار مه کوه، او کله دې چې بیګا کړ نو د سبا انتظار مه کوه، او ځان دې په هدیرو کې د مړو په څېر وشمېره، او ځکه چې عمر له روغتیا او ناروغتیا خالي نه وي. نو له ناروغتیا وړاندې په عبادت سره بیړه وکړه، او روغتیا د نیکو عملونو لپاره غنیمت وګڼه؛ وړاندې له دې چې ستا او د روغتیا تر منځه واټن رامنځته شي، او په دنیا کې ژوند غنیمت وګڼه، نو هغه څه پکې راټول کړه چې له مرګ نه وروسته درته ګټه ورسوي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي اورومي ژباړه
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د زده کړې په وخت د هڅولو او خبرتيا لپاره د زده کونکي په اوږه لاس کېښودل.
  2. هغو کسانو ته په نصیحت او لارښوونې پیل کول چې غوښتنه یې نه وي کړي.
  3. رسول الله صلى الله عليه وسلم د قناعت وړ متلونو په وړاندې کولو سره پدې وینا ښه ښوونه وکړه چې: "په نړۍ کې داسې اوسه لکه پردی يا لاروی".
  4. خلک اخرت ته د دوی په سفر کې له یو بل سره توپیر لري؛ لاروی په زهد کې له پردي لوړ مقام لري.
  5. د دې خبرې وضاحت چې امیدونه باید لنډ وي او مرګ ته چمتوالی ونیول شي.
  6. حدیث پر دې دلالت نه کوي چې روزي او د دنیا خوندونه پرېښودل شي؛ بلکې په دنیا کې زهد ته په هڅولو دلالت کوي او دا چې انسان باید ورپسې لږ وګرځي.
  7. د نېکو کارونو په کولو کې بېړه کول؛ مخکې له دې چې ترې عاجز شي او ناروغي یا مرګ یې مخنیوی وکړي.
  8. د عبدالله بن عمر رضی الله عنهما فضیلت چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له دې وعظ څخه اغېزمن شو.
  9. د مؤمنانو وطن جنت دی، نو ځکه دی په دنیا کې پردی او د اخرت کور ته تلونکی مسافر دی، نو په پردي وطن کې د هېڅ شي پورې زړه نه تړي، بلکې زړه یې له هغه وطن سره تړلی وي چې ورګرځي، او په دنیا کې یې استوګنه یوازې د خپلو اړتیا د پوره کولو او بېرته ګرځېدلو ته د چمتووالي نیولو په موخه وي.
نور