عَنْ عَائِشَةَ أُمِّ المُؤْمِنين رضي الله عنها زَوْجِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أَنَّ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«يَا عَائِشَةُ إِنَّ اللهَ رَفِيقٌ يُحِبُّ الرِّفْقَ، وَيُعْطِي عَلَى الرِّفْقِ مَا لَا يُعْطِي عَلَى الْعُنْفِ، وَمَا لَا يُعْطِي عَلَى مَا سِوَاهُ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 2593]
المزيــد ...

د مؤمنانو له مور او د رسول الله ﷺ مېرمن؛ عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی چې رسول الله ﷺ فرمایلي:
«اې عائشې! الله تعالی مهربان دی او نرمي خوښوي، او پر نرمۍ هغه څه ورکوي چې پر سختۍ او نورو شیانو یې نه ورکوي».

[صحيح دی] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحيح مسلم - 2593]

تشریح

نبي ﷺ عائشې رضي الله عنها ته د نرمۍ سپارښتنه وکړه، او ویې فرمایل چې الله تعالی پر خپلو بندګانو مهربان دی، اساني ورته غواړي نه سختي، او له توان څخه پورته تکلیف نه ورکوي او دا خوښوي چې بنده یې د نرمۍ صفت ولري او خلکو سره اساني کوونکی وي؛ او نه غواړي چې انسان سخت او بدخویه وي، الله تعالی په نرمۍ سره په دنیا کې ښه نوم، د هدفونو ترلاسه کول او اسانتیاوې ورکوي، او په آخرت کې لوی اجر لري، او دا ټول په نرمۍ او مهربانۍ سره راځي، نه په تاوتریخوالي، شدت او کلک زړه سره، نو نرمي لدې سره راځي، نه د نورو سره.

د حديث له ګټو څخه

  1. په نرمۍ سپارښتنه او له سختۍ څخه ممانعت.
  2. د غوره اخلاقو تر منځه د مهربانۍ لوړ مقام.
  3. نرم‌خویه انسان د الله تعالی له لوري د ښکلې ستاینې او لوی اجر مستحق دی.
  4. سندي وايي: عُنف د نرمۍ ضد دی؛ نو هغه څوک چې خلک په نرمۍ او مهربانۍ سره هدایت ته رابولي، تر هغه چا غوره دی چې خلک په سختۍ او توندۍ سره رابلي، که دواړه طریقې ممکنې وي ښه ده، خو که حالت یوازې یوه طریقه د منلو وي، نو هماغه طریقه غوره ده چې د حالاتو مطابق وي، او الله په حقیقت ښه پوه دی.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (36)
نور