عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضيَ اللهُ عنهما قَالَ:
قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ لِلْأَشَجِّ أَشَجِّ عَبْدِ الْقَيْسِ: «إِنَّ فِيكَ خَصْلَتَيْنِ يُحِبُّهُمَا اللهُ: الْحِلْمُ، وَالْأَنَاةُ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 17]
المزيــد ...

له ابن عباس رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې:
رسول الله ﷺ اشج؛ د عبد القیس اشج ته وفرمایل: «په تا کې دوه ځانګړي خویونه دي چې الله یې خوښوي: (د غصې پر مهال ځان کابو کول حال دا چې کولی شي اقدام وکړې چې دې ته)(حِلم) (وایي، او بل صفت دا چې په پرېکړې کولو کې بیړه نه کوې، بلکې له تفکر څخه کار اخلې چې دې ته (الأناة) وایي».

[صحيح دی] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحيح مسلم - 17]

تشریح

نبي ﷺ د عبد القیس قبیلې مشر أو أشج منذر بن عائذ رضي الله عنه ته وفرمایل: په تا کې دوه ځانګړنې دي چې الله یې خوښوي: عقل، ثبات، وقار او بیړه نه کول.

د حديث له ګټو څخه

  1. په حلم (زغم) او پرېکړه کې بیړې نه کولو ټینګار.
  2. په کارونو کې پر ځان ډاډمنولو او پایلو کې یې سوچ کولو ټینګار.
  3. زغم اوبردباري له ښو اخلاقو څخه دي.
  4. د انسان لپاره د الله تعالی حمد ادا کول هغه غوره اخلاق دي چې الله تعالی پرې پېدا کړی دی.
  5. أشج هغه چاته ته ویل کېږي چې په مخ، سر یا تندي کې زخم ولري.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (37)
نور