عَنْ أَبِي العَبَّاسِ سَهْلِ بْنِ سَعِدٍ السَّاعِدِيِّ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: جَاءَ رَجُلٌ إِلَى النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، فَقَالَ: يَا رَسُولَ اللَّهِ، دُلَّنِي عَلَى عَمَلٍ إِذَا عَمِلْتُهُ أَحَبَّنِي اللَّهُ وَأَحَبَّنِي النَّاسُ، فَقَالَ:
«ازْهَدْ فِي الدُّنْيَا يُحِبُّكَ اللَّهُ، وَازْهَدْ فِيمَا عِنْدَ النَّاسِ يُحِبُّكَ النَّاسُ».
[قال النووي: حديث حسن] - [رواه ابن ماجه وغيره بأسانيد حسنة] - [الأربعون النووية: 31]
المزيــد ...
د ابو العباس سهل بن سعد الساعدي رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: یو سړی رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغی او ویې ویل: ای د الله رسوله! ما ته داسې عمل وښایه چې په کولو سره یې د الله تعالی او د خلکو خوښ شم، هغه وفرمایل:
«په دنیا کې زهد (بې رغبتي) وکړه چې الله درسره مینه ولري، او د خلکو په شتمنیو کې زهد وکړه چې خلک درسره مینه ولري».
-
یو سړي له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل چې ما ته داسې یو عمل وښیه چې که ما وکړ، الله به مې خوښ کړي او خلک به هم راسره مینه ولري، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: الله به درسره هغه مهال محبت وکړي چې د دنیا له فاضله او هغو شیانو لاس واخلې چې د آخرت لپاره ګټه نه لري، او هغه څه پرېږدې چې کېدی شي په دین کې ورسره تاوان رامنځته شي، او خلک به درسره هغه مهال مینه ولري چې ته له هغو شیانو بې پروا شې چې دوی سره دي، ځکه دوی په طبیعي ډول له دنیا سره مینه لري، او هغه څوک یې نه خوښېږي چې دوی ته پکې مزاحم کېږي، او هغه څوک یې خوښیږي چې مزاحمت ورته پکې نه جوړوي.