عَنْ أَنَسٍ رَضيَ اللهُ عنه قَالَ:
مِنَ السُّنَّةِ إِذَا قَالَ الْمُؤَذِّنُ فِي أَذَانِ الْفَجْرِ حَيَّ عَلَى الْفَلَاحِ، قَالَ: الصَّلَاةُ خَيْرٌ مِنَ النَّوْمِ.

[صحيح] - [رواه ابن خزيمة والدارقطني والبيهقي] - [صحيح ابن خزيمة: 386]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
دا عمل سنت دی چې، کله مؤذن د سهار په اذان کې "حي على الفلاح" ووایي، نو (ورپسې): الصَّلَاةُ خَيْرٌ مِنَ النَّوْمِ ووایي.

[صحيح دی] - [ابن خزيمه، الدار قطني او البيهقي روايت کړی دی] - [صحيح ابن خزيمه - 386]

تشریح

انس بن مالک رضي الله عنه وایي: هغه څه چې نبي صلی الله علیه وسلم په خپل سنت کې تایید کړي، دا دي چې کله مؤذن په ځانګړې توګه د سهار په اذان کې"حي على الفلاح" ووایي چې ورپسې: "الصلاة خير من النوم" ووایي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د هغه وینا: (من السنة) یعنې د نبي صلی الله علیه وسلم سنت. د دې وینا حکم د مرفوع حدیث دی، یعنې هغه چې نسبت یې نبي صلی الله علیه وسلم ته شوی وي.
  2. د سهار په اذان کې مؤذن ته مستحب دي چې د "حي على الفلاح" پسې دوه ځلې "الصلاة خير من النوم" ووايي؛ ځکه چې د سهار لمونځ په داسې وخت کې دی چې خلک عموماً ویده وي، او د لمانځه لپاره له خوبه راپاڅيږي، نو د سهار لمونځ پدې سره له نورو لمونځونو په ځانګړې توګه یاد شو.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (35)
نور