عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ رَضيَ اللهُ عنهُما قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«البَسُوا مِنْ ثِيَابِكُمُ البَيَاضَ، فَإِنَّهَا مِنْ خَيْرِ ثِيَابِكُمْ، وَكَفِّنُوا فِيهَا مَوْتَاكُمْ».

[صحيح] - [رواه أبو داود والترمذي وابن ماجه] - [سنن الترمذي: 994]
المزيــد ...

د ابن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دی وایي چې رسول صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«سپينې جامې واغوندئ، ځکه چې هغه ستاسو له غوره جامو څخه دي، او خپل مړي په کې کفن کړئ».

[صحيح دی] - [ابو داود، الترمذي او ابن ماجه روایت کړی دی] - [جامع الترمذي - 994]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم نارینه وو ته لارښوونه کوي چې سپینې جامې واغوندي او مړي په کې کفن کړي، ځکه چې دا له غوره جامو څخه دي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د سپینو جامو اغوستلو مستحب والی، خو نور رنګونه هم جواز لري.
  2. مړو ته د سپین کفن ورکولو استحباب.
  3. شوکاني ویلي: دا حدیث د سپینو جامو اغوستلو او مړو ته د کفن ورکولو پر جواز دلیل دی، ځکه چې سپین رنګ د نورو په پرتله پاک او ښایسته دی، ځکه سپېنوالی خو یې ښکاره دی او پاکوالی یې پدې کې دی چې که کوچنی شی پرې ولوېږي نو ښکاره کېږي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اندونیسیایي بنګالي نور (30)