+ -

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«لَا تَقَدَّمُوا رَمَضَانَ بِصَوْمِ يَوْمٍ وَلَا يَوْمَيْنِ إِلَّا رَجُلٌ كَانَ يَصُومُ صَوْمًا فَلْيَصُمْهُ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 1082]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

له ابو هریره -رضي الله عنه- څخه روایت دی وایې چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي دي:
«له رمضان څخه یوه او یا دوه ورځې مخکې روژه مه نیسئ، مګر هغه څوک چې عادتي روژې نیسي، نو هغه دې ونیسي».

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح مسلم - 1082]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمان د رمضان د میاشتې څخه یوه یا دوه ورځې مخکې له روژه نیولو منع کړي دي؛ په دې نیت چې د رمضان په خاطر له احتیاط نه کار واخلي، ځکه چې د رمضان د روژې فرضيت د میاشتې د ليدلو پورې تړلی دی، نو تکلف ته په کې اړتیا نشته، مګر هغه څوک چې له وړاندې یې روژې نیولې لکه هغه څوک چې یوه ورځ روژه او بله ورځ بوزه کېږي، یا دوشنبه او پنجشنبه روژې نیسي نو بیا دې روژه شي؛ د رمضان لپاره د استقبال په خاطر څه نشته، همدا حکم د نورو واجبو روژو هم دی لکه قضایي او د نذر روژې.

د حديث له ګټو څخه

  1. له تکلف څخه ممانعت، او عبادت په هغه ډول ادا کول لکه څنګه چې روا شوی دی، پرته له کوم زیاتوالی او یا نېمګړتیا څخه.
  2. په دې کې حکمت دا دی - و الله اعلم - چې د فرضي او نفلي عبادتونو تر منځ توپیر وشي، او د رمضان لپاره له پوره تکړه والی او لیوالتیا سره چمتووالی ونیول شي، او د دې لپاره چې روژه یوازې د همدې میاشتې لپاره ځانګړی شعار پاتې شي.
ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي دري رومانیایي ژباړه هنګري الموري ملاګاسي Kannada کنادا اوکراني الجورجية المقدونية الماراثية
د ژباړو کتنه
نور