+ -

عَنِ ابْنِ عُمَرَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمَا قَالَ:
فَرَضَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ زَكَاةَ الفِطْرِ صَاعًا مِنْ تَمْرٍ، أَوْ صَاعًا مِنْ شَعِيرٍ، عَلَى العَبْدِ وَالحُرِّ، وَالذَّكَرِ وَالأُنْثَى، وَالصَّغِيرِ وَالكَبِيرِ مِنَ المُسْلِمِينَ، وَأَمَرَ بِهَا أَنْ تُؤَدَّى قَبْلَ خُرُوجِ النَّاسِ إِلَى الصَّلاَةِ.

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 1503]
المزيــد ...

دا ژباړه بیا لیدنې او کره کتنې ته اړتیا لري.

له ابن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایي چې:
رسول الله صلی الله علیه وسلم د مسلمانانو په غلام او آزاد، نارینه او ښځینه، کوچني او لوی باندې یو صاع خرما، یا یو صاع وربشې د فطر صدقه فرض کړې ده، او امر یې کړی چې عیدګاه ته له وتلو مخکې ادا کړی شي.

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 1503]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د رمضان نه وروسته د فطر زکات فرض کړي دي، چې اندازه یې یو صاع ده او وزن یې څلور لپې ده. المُدُّ: د منځمهالي سړي لپه، له خرما یا وربشو څخه پر هر مسلمان؛ ازاد او غلام، نر او ښځه، وړوکي او لوی واجب ده، البته هغه څوک چې خواړه یې د شپې او ورځې څخه اضافي وي، د ځان او هغه چا لپاره چې دوی یې سرپرستي کوي. او امر یې کړی چې عیدګاه ته د خلکو له وتلو مخکې ادا شي.

د حديث له ګټو څخه

  1. د روژې په مياشت کې د فطر صدقه له کوچنيانو، بوډاګانو، ازادو او غلامانو څخه ورکول کېږي او غوښتنه یې له سرپرست او بادار څخه کېږي، او سړی به یې له خپل ځان، اولادونو او هغه چا څخه وباسي چې نفقه یې پرې واجب ده.
  2. د مور په ګېډه کې ماشوم باندې د فطر صدقه فطر واجب نه، بلکې مستحب ده.
  3. د هغه څه بیان چې د فطر په صدقه کې ورکول کېږي، او دا چې هغه د خلکو دودیز غله جات دي.
  4. د اختر لمانځه ته وتلو مخکې یې ویستل واجب دي، او غوره دا ده چې د اختر په سهار وي، همدا رنګه یې له اختر یوه او یا دوه ورځې مخکې ویستل هم روا دي.
ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي دري رومانیایي ژباړه هنګري الموري ملاګاسي Kannada کنادا اوکراني الجورجية المقدونية الماراثية
د ژباړو کتنه