عَنْ أَبِي سَعِيدٍ الْخُدْرِيِّ رضي الله عنه قَالَ:
كُنَّا نُخْرِجُ إِذْ كَانَ فِينَا رَسُولُ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ زَكَاةَ الْفِطْرِ، عَنْ كُلِّ صَغِيرٍ وَكَبِيرٍ، حُرٍّ أَوْ مَمْلُوكٍ، صَاعًا مِنْ طَعَامٍ، أَوْ صَاعًا مِنْ أَقِطٍ، أَوْ صَاعًا مِنْ شَعِيرٍ، أَوْ صَاعًا مِنْ تَمْرٍ، أَوْ صَاعًا مِنْ زَبِيبٍ، فَلَمْ نَزَلْ نُخْرِجُهُ حَتَّى قَدِمَ عَلَيْنَا مُعَاوِيَةُ بْنُ أَبِي سُفْيَانَ رضي الله عنه حَاجًّا، أَوْ مُعْتَمِرًا فَكَلَّمَ النَّاسَ عَلَى الْمِنْبَرِ، فَكَانَ فِيمَا كَلَّمَ بِهِ النَّاسَ أَنْ قَالَ: إِنِّي أَرَى أَنَّ مُدَّيْنِ مِنْ سَمْرَاءِ الشَّامِ، تَعْدِلُ صَاعًا مِنْ تَمْرٍ، فَأَخَذَ النَّاسُ بِذَلِكَ، قَالَ أَبُو سَعِيدٍ: فَأَمَّا أَنَا فَلَا أَزَالُ أُخْرِجُهُ كَمَا كُنْتُ أُخْرِجُهُ، أَبَدًا مَا عِشْتُ.
[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 985]
المزيــد ...
له ابو سعید الخدري رضی الله عنه څخه روایت دی وایې چې:
کله چې رسول الله صلى الله عليه وسلم زمونږ تر منځه و نو موږ به د هر کوچني او لوی، ازاد او غلام سرسایه له خوړو یوه پيمانه، یا له کورتو یوه پيمانه، یا له وربشو یوه پيمانه، یا له خرماوو یوه پیمانه او یا له ممیزو یوه پیمانه ورکوله، تر هغه پورې موږ همداسې سرسایه ورکوله تر څو چې معاویه بن ابی سفیان رضي الله عنه د حج او یا عمرې لپاره راغی نو خلکو سره یې په منبر خبرې وکړې، په خپلو خبرو کې وویل: زما په اند چې د شام دوه لپې غنم د خرماوو د یوې پیمانې سره برابر دي، نو خلکو په همدې عمل وکړ، ابو سعید وویل: ما چې پخوا کومه سرسایه ورکوله لدې وروسته یې هم وباسم او تر څو چې ژوندی یم د تل لپاره به همداسې کوم (یعنې بدلون په کې نه راولم).
[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح مسلم - 985]
مسلمانانو به د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې او له هغه وروسته د خلفاوو راشدینو په دوره کې د کوچنیانو او بوډاګانو له خوا د یو صاع خوراک په اندازه د فطر صدقه ورکوله. د هغوی خواړه وربشې، ممیز، کورت او خرما وې. د یوه صاع اندازه څلور امداد ده او یو مد د معتدل سړي د لاسونو د ډکوالي سره برابر دی (لپه). کله چې معاويه رضي الله عنه د خليفه په حیث مدينې ته راغی او شامي غنم زیات شوي وو نو ویې فرمایل: زما په اند د شام دوه لپې غنم (نیم صاع) د خرماوو د یو صاع سره برابر دي، نو خلکو یې په وینا عمل وکړ. ابو سعید الخدري رضي الله عنه وویل: زه چې یم نو څنګه مې چې پخوا د رسول الله صلی الله علیه وسلم په وخت کې سرسایه ورکوله په همغه اندازه یې له دې وروسته هم ورکوم، تر څو چې ژوندی یم.