عن أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ قَالَ: قَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«تَسَحَّرُوا، فَإِنَّ فِي السَّحُورِ بَرَكَةً».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 1923]
المزيــد ...

له انس بن مالک رضي الله عنه څخه روایت دی وایې چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
"پېشلمی وکړئ، ځکه چې په پېشلمي کې برکت وي".

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح البخاري - 1923]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم په پېشلمي ټینګار کړی، کوم چې د شپې په وروستۍ برخه کې روژې ته د چمتوالي لپاره خوراک کول دي؛ ځکه چې (برکت) لوی خیر، اجر او ثواب پکې دی او د شپې په وروستۍ برخه کې د دعا لپاره راپاڅېدل او، روژې ته ځان پیاوړی کول، تکړه کېدل او پر ځان د روژې سختي کمولو کې مرسته کوي.

د حديث له ګټو څخه

  1. پېشلمی کول مستحب او د شرعي حکم پر ځای کول دي.
  2. ابن حجر په فتح الباري کې ويلي چې: په سحري کې له څو اړخونو نه برکت راځي لکه: د سنتو پيروي، د اهل کتابو مخالفت، عبادت ته تکړه کېدل، په هڅو کې زیاتوالی، د بد اخلاقۍ دفع کول چې د لوګې له امله راپارېږي، د هغه چا لپاره د صدقې ورکولو سبب جوړېدل چې صدقه غواړي، ځکه چې هلته ورسره په ډوډۍ یو ځای کېږي، همدا رنګه د ذکر او دعا د قبلېدو لامل ګرځي، ځکه غالبا د قبلېدو وخت وي او د هغه چا لپاره د وخت لاندې کول دي چې روژه نیسي او نیت یې له یاده وتلی وي، تر څو له ویده کېدو وړاندې نیت وکړي.
  3. د رسول الله صلی الله علیه وسلم ښه ښوونه چې له حکم سره یې حکمت یو ځای بیان کړی، تر څو یې زړه ومني، او پدې سره د شریعت معتبري پېژندل کېږي.
  4. ابن حجر ویلي: پېشلمی د انسان په لږ خوراک او څښاک سره حاصلېږي.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (44)