+ -

عَنْ عَائِشَةَ أُمِّ المُؤْمنينَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهَا زَوْجِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
أَنَّ النَّبِيَّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ كَانَ يَعْتَكِفُ العَشْرَ الأَوَاخِرَ مِنْ رَمَضَانَ، حَتَّى تَوَفَّاهُ اللَّهُ، ثُمَّ اعْتَكَفَ أَزْوَاجُهُ مِنْ بَعْدِهِ.

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 2026]
المزيــد ...

له ام المؤمنین عائشة رضي الله عنها څخه روایت دی چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم مېرمن ده:
رسول الله صلی الله علیه وسلم به د رمضان د میاشتې په وروستۍ لسیزه کې اعتکاف کاوه تر دې چې الله تعالی وفات کړ، بیا له هغه وروسته یې ورپسې مېرمنو اعتکاف کاوه.

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 2026]

تشریح

ام المؤمنین عائشة رضي الله عنها فرمایي چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به د رمضان د میاشتې په وروستۍ لسیزه کې اعتکاف کاوه، تر څو د قدر شپه لاندې کړي، او په همدې حالت روان و تر څو الله وفات کړ، او ورپسې یې بیا مېرمنو رضي الله عنهن اعتکاف کاوه.

د حديث له ګټو څخه

  1. په جوماتونو کې د اعتکاف مشروعیت، تر دې چې ښځو ته هم په شرعي ضوابطو روا دی، په دې شرط چې له فتنې څخه خوندي وي.
  2. پر اعتکاف د روژې په وروستۍ لسیزه کې ټینګار، ځکه چې رسول الله صلی الله علیه وسلم به تل کاوه.
  3. اعتکاف هغه دوامداره سنت دی چې منسوخ شوی نه دی، لدې امله به یې مېرمنو ورپسې اعتکاف کاوه.
ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تايلندي آسامي سويډني هالنډي ژباړه ګجراتي دري رومانیایي ژباړه هنګري الموري اورومي ژباړه Kannada کنادا اوکراني الجورجية المقدونية الماراثية
د ژباړو کتنه
نور