عَنْ عُقْبَةَ بْنِ عَامِرٍ رضي الله عنه قَالَ: كَانَتْ عَلَيْنَا رِعَايَةُ الْإِبِلِ فَجَاءَتْ نَوْبَتِي فَرَوَّحْتُهَا بِعَشِيٍّ فَأَدْرَكْتُ رَسُولَ اللهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَائِمًا يُحَدِّثُ النَّاسَ فَأَدْرَكْتُ مِنْ قَوْلِهِ:
«مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَتَوَضَّأُ فَيُحْسِنُ وُضُوءَهُ، ثُمَّ يَقُومُ فَيُصَلِّي رَكْعَتَيْنِ، مُقْبِلٌ عَلَيْهِمَا بِقَلْبِهِ وَوَجْهِهِ، إِلَّا وَجَبَتْ لَهُ الْجَنَّةُ» قَالَ فَقُلْتُ: مَا أَجْوَدَ هَذِهِ، فَإِذَا قَائِلٌ بَيْنَ يَدَيَّ يَقُولُ: الَّتِي قَبْلَهَا أَجْوَدُ، فَنَظَرْتُ فَإِذَا عُمَرُ قَالَ: إِنِّي قَدْ رَأَيْتُكَ جِئْتَ آنِفًا، قَالَ: «مَا مِنْكُمْ مِنْ أَحَدٍ يَتَوَضَّأُ فَيُبْلِغُ - أَوْ فَيُسْبِغُ - الْوَضُوءَ ثُمَّ يَقُولُ: أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُ اللهِ وَرَسُولُهُ إِلَّا فُتِحَتْ لَهُ أَبْوَابُ الْجَنَّةِ الثَّمَانِيَةُ يَدْخُلُ مِنْ أَيِّهَا شَاءَ».
[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 234]
المزيــد ...
له عقبه بن عامر رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: موږ د اوښانو پالنه پر غاړه درلوده، نو زما نوبت راغی، ما ماښام مهال اوښان د پېولو لپاره خوشي کړل، هلته مې رسول الله صلی الله علیه وسلم پداسې کې ولید چې خلکو ته یې خبرې کولې، نو د هغه دا خبرې مې واورېدې:
«مَا مِنْ مُسْلِمٍ يَتَوَضَّأُ فَيُحْسِنُ وُضُوءَهُ، ثُمَّ يَقُومُ فَيُصَلِّي رَكْعَتَيْنِ، مُقْبِلٌ عَلَيْهِمَا بِقَلْبِهِ وَوَجْهِهِ، إِلَّا وَجَبَتْ لَهُ الْجَنَّةُ» قَالَ فَقُلْتُ: مَا أَجْوَدَ هَذِهِ، فَإِذَا قَائِلٌ بَيْنَ يَدَيَّ يَقُولُ: الَّتِي قَبْلَهَا أَجْوَدُ، فَنَظَرْتُ فَإِذَا عُمَرُ قَالَ: إِنِّي قَدْ رَأَيْتُكَ جِئْتَ آنِفًا، قَالَ: «مَا مِنْكُمْ مِنْ أَحَدٍ يَتَوَضَّأُ فَيُبْلِغُ - أَوْ فَيُسْبِغُ - الْوَضُوءَ ثُمَّ يَقُولُ: أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُ اللهِ وَرَسُولُهُ إِلَّا فُتِحَتْ لَهُ أَبْوَابُ الْجَنَّةِ الثَّمَانِيَةُ يَدْخُلُ مِنْ أَيِّهَا شَاءَ».
هېڅ مسلمان نشته - چې په ښه توګه اودس وکړي، بیا ولاړ شي او د زړه له تله او د اندامونو په عاجزۍ سره دوه رکعته لمونځ وکړي- مګر دا چې جنت ورته ضامن دی» وایې نو ما وویل چې: دا څومره ښه کار دی، ګورم چې زما مخې ته یو بل تن وویل: له دې نه هغه مخکینی یې ډېر ښه و، نو ومې لیدل، ګورم چې عمر دی، ویې ویل: ما ولېدل چې ته لږ مخکې راغلې، ویې ویل: «له تاسو څخه چې هر څوک په بشپړ ډول اودس وکړي او بیا ووایي: (أَشْهَدُ أَنْ لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَأَنَّ مُحَمَّدًا عَبْدُ اللهِ وَرَسُولُهُ) یعنې: زه شاهدي ورکوم چې له الله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد د الله بنده او د هغه رسول دی، نو د جنت اته دروازې به ورته پرانستل شي او له هرې یوې چې وغواړي ننوتلی شي».
[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 234]
رسول الله صلی الله علیه وسلم خلکو ته د خبرو پر مهال دوه لوی فضیلتونه بیان کړل:
لومړی دا چې: چا په سمه توګه ادوس وکړ او په مسنونه طریقه یې بشپړ کړ، هر غړي ته یې خپله اندازه د اوبو حق ورکړ او بیا یې وویل: أشهد أن لا إله إلا الله، وأن محمدًا عبد الله ورسوله؛ یعنې: زه ګواهي ورکوم چې له الله پرته بل حق معبود نشته او دا چې محمد د الله بنده او د هغه رسول دی، مګر دا چې د جنت اته دروازې به ورته خلاصې شي او له هرې دروازې چې وغواړي ترې به ورننوځي.
دویم: چا چې دا بشپړ اودس وکړ او د دې اودس پسې یې د زړه له اخلاصه په عاجزۍ سره دوه رکعته لمونځ وکړ؛ خپل مخ او د بدن ټول غړي یې الله ته په سجده کړل، نو جنت ورته واجب شو.