+ -

عَنْ أَنَسٍ رضي الله عنه قَالَ:
كَانَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يَغْسِلُ، أَوْ كَانَ يَغْتَسِلُ، بِالصَّاعِ إِلَى خَمْسَةِ أَمْدَادٍ، وَيَتَوَضَّأُ بِالْمُدِّ.

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 201]
المزيــد ...

له انس رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې:
رسول الله صلى الله عليه وسلم به په يوې پیمانې (صاع) غسل کاوه نو تر پنځو لپو پورې به یې غسل کاوه او په يوه لپه به یې اودس کاوه.

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 201]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم به له جنابت څخه په پيمانه غسل کاوه نو تر پنځو لپو پورې به یې اوبه کارولې او اودس به یې په ورغوي سره کاوه: او (مد) یعنې پیمانه څلور لپې کیږي: د یو برابر انسان لپه چې دواړه ورغوي سره یو ځای کړي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي نیپالي
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. د اودس او غسل پر مهال د اوبو په لګښت کې ګذران کول او له اسراف څخه ډډه کول، که څه هم اوبه پرېمانه وي.
  2. د اودس او غسل پر مهال د اړتیا په اندازه د لږو اوبو لګول مستحب دي، او دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم لارښوونه ده.
  3. موخه دا ده چې اودس او غسل په بشپړه توګه وشي، سربېره پر دې چې سنتونه او آداب باید مراعت شي پرته لدې چې اسراف وشي، وخت به مراعتوي او د اوبو زیاتوالی او لږوالی او داسې نور به پام کې نیسي.
  4. د جنابت اطلاق په هر هغه چا کیږي چې مني ترې لاړ شي او یا جماع وکړي او جنابت ورته ځکه ویل کیږي چې جُنب انسان د لمانځه او عبادت څخه تر هغه پورې ډډه کوي چې پاک شي.
  5. پیمانه (صاع) د تول پېژندل شوې آله ده، او موخه ورڅخه نبوي پېمانه ده چې وزن یې (480) مثقاله ښې وربشې کیږي او په لیتر (۳ لیتره) کیږي.
  6. مد: د اندازه کولو شرعي واحد دی چې د معتدل شخص د ډکو لاسونو اندازه ده چې کله یې ډک کړي او لاسونه ورسره اوږده کړي او مد: د فقهاوو په اتفاق څلور صاعه کیږي او اندازه یې (۷۵۰) ملی لیتره ده.