عَنْ جَابِرٍ رضي الله عنه قال: أَخْبَرَنِي عُمَرُ بْنُ الْخَطَّابِ:
أَنَّ رَجُلًا تَوَضَّأَ فَتَرَكَ مَوْضِعَ ظُفُرٍ عَلَى قَدَمِهِ فَأَبْصَرَهُ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَقَالَ: «ارْجِعْ فَأَحْسِنْ وُضُوءَكَ» فَرَجَعَ، ثُمَّ صَلَّى.

[صحيح بشواهده] - [رواه مسلم]
المزيــد ...

له جابر رضي الله عنه څخه روایت دی، وايي چې: عمر بن الخطاب رضی الله عنه راته وویل چې:
یو سړي اودس وکړ او په پښه کې یې د یو نوک په اندازه ځای (وچ)پرېښود، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم ولید او ویې فرمایل: بېرته لاړ شه او سم اودس وکړه. نو وګرځېده او بېا یې لمونځ وکړ.

صحيح - مسلم روايت کړی دی

تشریح

له عمر رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم یو سړی ولید چې اودس یې پای ته ورساوه او په پښه کې یې د نوک په اندازه ځای پرېښی و چې اوبه ورته نه وې رسېدلې، نو پاتې شوي ځای ته په اشارې سره یې ورته وویل: بېرته لاړ شه او په ښه توګه اودس وکړه، بشپړ یې کړه او هر غړي ته یې په اندازه اوبه ورکړه. نو سړی وګرځېد، اودس یې بشپړ کړ او بیا یې لمونځ وکړ.

ژباړه: انګلیسي فرانسوي هسپانوي ترکي اردو اندونیسیایي بوسنیایي روسي بنګالي چینایي فارسي تګالوګ هندي ویتنامي ژبه سنیګالي ژبه اویغوري ژبه کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه سواحيلي ژبه آسامي السويدية الأمهرية الهولندية الغوجاراتية الدرية
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. ناپوهه او غافل انسان ته لارښوونه او په ځانګړې توګه کله چې د ناروا عمل له امله عبادت فاسدیږي نو په نیکۍ امر کولو کې بیړه کول په کار دي.
  2. د اودس ټولو غړو ته د اوبو رسول واجب دي او دا چې چا د غړي یوه برخه - که لږه هم وي - پرېښوده، نو اودس یې نه صحیح کیږي، او که زیات وخت پرې تېر شوی و نو بیا کول یې پرې لازم دي.
  3. په سمه توګه د اودس کولو مشروعیت، داسې چې د شرعي احکامو سره سم بشپړ شي.
  4. دواړه پښې د اودس له غړو څخه دي او مسح کول یې بسنه نه کوي، بلکې بايد ومينځل شي.
  5. د اودس غړي باید سمدلاسه یو بل پسې ومینځل شي، داسې چې د مخکني غړي له وچېدو مخکې ورپسې نور غړي ومینځي.
  6. ناپوهي او هېرېدل فرض نه ساقطوي، بلکې ګناه ساقطوي، ځکه دغه کس چې د خپلې ناپوهۍ له امله يې په سمه توګه اودس ونه کړ، رسول الله صلی الله عليه وسلم ترې واجب ساقط نه کړ چې هغه اودس دی، بلکه امر یې ورته وکړ چې بیا یې وکړي.