عَن عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُمَرَ رضي الله عنهما قَالَ: سُئِلَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنِ الْمَاءِ وَمَا يَنُوبُهُ مِنَ الدَّوَابِّ وَالسِّبَاعِ، فَقَالَ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ:
«إِذَا كَانَ الْمَاءُ قُلَّتَيْنِ لَمْ يَحْمِلِ الْخَبَثَ».

[صحيح] - [رواه أبو داود والترمذي والنسائي وابن ماجه وأحمد] - [سنن أبي داود: 63]
المزيــد ...

له عبد الله بن عمر رضي الله عنهما څخه روایت دی وایې چې: له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د هغو اوبو په اړه پوښتنه وشوه چې کورني او ځنګلي حیوانات ورته په پرلپسې توګه راځي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
«کله چې اوبه د دوه چاټیو (قلتینو) په اندازه وي نه ناپاکه کېږي».

[صحيح دی] - [أبو داود، الترمذي، النسائي، ابن ماجه او أحمد روایت کړی دی] - [سنن ابو داود - 63]

تشریح

له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه د هغو اوبو د پاکوالي په اړه پوښتنه وشوه چې کورني او وحشي حیوانات ترې څښاک کوي، نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: کله چې اوبه د دوه لویو چاټیو په اندازه وي چې د (۲۱۰) لیترو په اندازه کېږي، نو دا ډېرې اوبه دي او نه مردارېږي، مګر دا چې د نجاست له امله یې له درویو اوصافو څخه په یو کې بدلون راشي چې هغه رنګ، خوند او بوی دي.

د حديث له ګټو څخه

  1. اوبه هغه مهال ناپاکه ګرځي چې د ناپاکۍ له امله یې له دریو ځانګړنو څخه یوه بدله شي چې هغه: رنګ، خوند او یا بوی دی، حدیث کې دا مقدار لدې امله یاد شوی چې غالبا (خلک همدومره اوبه ذخیره کوي) او مطلب ترې د اوبو همدا اندازه نه ده.
  2. د علماوو په دې اجماع ده چې که اوبه د نجاست له امله ناپاکې شي هغه بالکل نجسې دي، برابره خبره ده که هغه اوبه لږې وي او یا ډېرې.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (48)