+ -

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ:
«يَعْقِدُ الشَّيْطَانُ عَلَى قَافِيَةِ رَأْسِ أَحَدِكُمْ إِذَا هُوَ نَامَ ثَلاَثَ عُقَدٍ يَضْرِبُ كُلَّ عُقْدَةٍ عَلَيْكَ لَيْلٌ طَوِيلٌ، فَارْقُدْ، فَإِنِ اسْتَيْقَظَ فَذَكَرَ اللَّهَ، انْحَلَّتْ عُقْدَةٌ، فَإِنْ تَوَضَّأَ انْحَلَّتْ عُقْدَةٌ، فَإِنْ صَلَّى انْحَلَّتْ عُقْدَةٌ، فَأَصْبَحَ نَشِيطًا طَيِّبَ النَّفْسِ، وَإِلَّا أَصْبَحَ خَبِيثَ النَّفْسِ كَسْلاَنَ».

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 1142]
المزيــد ...

له ابو هریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي:
«يَعْقِدُ الشَّيْطَانُ عَلَى قَافِيَةِ رَأْسِ أَحَدِكُمْ إِذَا هُوَ نَامَ ثَلاَثَ عُقَدٍ يَضْرِبُ كُلَّ عُقْدَةٍ عَلَيْكَ لَيْلٌ طَوِيلٌ، فَارْقُدْ، فَإِنِ اسْتَيْقَظَ فَذَكَرَ اللَّهَ، انْحَلَّتْ عُقْدَةٌ، فَإِنْ تَوَضَّأَ انْحَلَّتْ عُقْدَةٌ، فَإِنْ صَلَّى انْحَلَّتْ عُقْدَةٌ، فَأَصْبَحَ نَشِيطًا طَيِّبَ النَّفْسِ، وَإِلَّا أَصْبَحَ خَبِيثَ النَّفْسِ كَسْلاَنَ». «کله چې ستاسو څخه یو څوک ویده شي نو شیطان یې د سر شاته برخې ته درې غوټي ورکړي او له هرې غوټي سره ورته وایې چې مخې ته دې لویه شپه ده نو ویده شه، که چېرته راویښ شو او الله تعالی یې یاد کړ، نو یوه غوټه یې خلاصه شي، او که اودس یې وکړ (بله) غوټه یې خلاصه شي او که چېرته یې لمونځ وکړ بله غوټه یې خلاصه شي، نفس یې پاکیزه او تازه شي، که نه نو په داسې حال کې به پرې سبا شي چې تمبل او مردار نفس لرونکی به وي».

[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 1142]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم د شیطان حالت او د هغه چا سره د مبارزې په اړه خبر ورکوي چې غواړي د شپې یا سهار لمانځه لپاره پاڅېږي.
نو مؤمن انسان چې کله ویده شي، شیطان یې څټ یعنې: د سر شاته برخې ته درې غوټي ورکړي.
کله چې مؤمن له خوبه راویښ شي او د الله جل جلاله ذکر وکړي او د شیطان وسوسې ونه منې؛ نو یوه غوټه خلاصه شي.
او کله چې اودس وکړي دویمه خلاصه شي. ...
او که پاڅېده لمونځ یې وکړ دریمه غوټه هم خلاصه شي، نو تازه او پاکیزه راپاڅیږي، او خوشحاله وي پدې چې الله تعالی د بندګۍ توفیق ورکړ، او پدې چې الله تعالی ورسره د اجر او بخښنې ژمنه کړې ده، سربېره پر دې د شیطان له غوټو او تړلو یې هم خلاص کړ، که نه نو مردار به پروت وی، زړه به یې خفه و او د خیر او نیکۍ په کارونو کې به سست وی؛ ځکه چې د شیطان په زنځیرونو تړلی او د رحمن ذات له نږدې کیدو به لرې وی.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه سواحيلي ژبه آسامي امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي اورومي ژباړه
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. شیطان تل هڅه کوي چې په هره لاره کې د انسان او د الله تعالی د اطاعت تر منځه خنډ وګرځي، د شیطان له شر څخه د بنده د خلاصون هېڅ لاره نشته پرته له دې چې له الله تعالی څخه مرسته وغواړي، او د مخنیوي او ساتنې وسیلې وکاروي.
  2. د الله جل جلاله ذکر او عبادت په روح کې فعالیت او د زړه سکون پیدا کوي، سستي او تنبلي له منځه وړي، او نا اميدي او نفرت له منځه وړي؛ ځکه چې پدې سره شیطان شړل کیږي او دا یې له وسوسو څخه دي.
  3. مؤمن پدې خوشحالیږي چې الله جل جلاله د خپل اطاعت توفیق ورکړي او د نیکمرغۍ او کمال په درجو کې د خپلې نیمګړتیا له امله خپه کیږي.
  4. په اطاعت کې بې پروایې او تنبلي د شیطان کار او زیور دی.
  5. دا درې کارونه-د الله تعالی یادول، اودس او لمونځ- شیطان شړي.
  6. شیطان ځکه په ځانګړې توګه د سر وروستۍ برخې ته غوټه ورکوي چې د قدرت مرکز او د کنترول ځای دی، نو کله چې غوټه ورکړي کولی شي د انسان روح په خپل کنټرول کې واخلي او خوب ورباندې راولي.
  7. ابن حجر العسقلاني وايي: هغه په ​​خپلې دې وينا کې چې "عليك ليل" "مخې ته دې شپه ده"، ځکه یادونه وکړه چې ظاهراً دا کار د شپې د خوب پورې ځانګړی دی.
  8. ابن حجر العسقلاني فرمايي: د دې ذکر لپاره داسې کوم خاص څه نشته چې له هغه پرته بل څه نه منل کیږي، بلکې هر هغه څه چې د الله تعالی ذکر وي منل کیږي چې پدې کې د قرآن کریم تلاوت، د نبوي حدیثونو لوستل او په شرعي علم بوختیا شامل دي، او هغه څه چې تر ټولو ښه ذکر پرې کیږي د رسول الله صلی الله علیه وسلم هغه وینا ده چې فرمایلي یې دي: څوک چې د شپې له خوبه راویښ شو او ویې ویل: (لا إله إلا الله وحده لا شريك له، له الملك وله الحمد وهو على كل شيء قدير، الحمد لله، وسبحان الله، ولا إله إلا الله، والله أكبر، ولا حول ولا قوة إلا بالله، او بیا یې وویل:اللهم اغفر لي، یعنې یا الله ماته بخښنه وکړې، نو دعا به یې قبول شي، او که اودس یې وکړ لمونځ به یې قبول شي) دا حدیث بخاري روایت کړی دی.