عَنْ أَبِي بَكْرٍ الصِّدِّيقَ رَضيَ اللهُ عنه قَالَ:
نَظَرْتُ إِلَى أَقْدَامِ الْمُشْرِكِينَ عَلَى رُءُوسِنَا وَنَحْنُ فِي الْغَارِ، فَقُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ لَوْ أَنَّ أَحَدَهُمْ نَظَرَ إِلَى قَدَمَيْهِ أَبْصَرَنَا تَحْتَ قَدَمَيْهِ، فَقَالَ: «يَا أَبَا بَكْرٍ، مَا ظَنُّكَ بِاثْنَيْنِ اللهُ ثَالِثُهُمَا».
[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 2381]
المزيــد ...
د ابو بکر صدیق رضی الله عنه څخه روایت دی وایي:
ما د مشرکانو پښې زموږ د سرونو د پاسه ولیدلې، حال دا چې موږ په غار کې وو، ما وویل: اې د الله رسوله، که له دوی څخه یو کس خپلو پښو ته لاندې وګوري، نو موږ به وویني، هغه وفرمایل: « اې ابو بکره، ته د هغو دوو په اړه څه ګومان کوې چې الله تعالی یې درېیم وي؟
[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح مسلم - 2381]
امیر المؤمنین؛ ابو بکر صدیق رضی الله عنه د هجرت پر مهال وویل: ما د مشرکانو پښو ته وکتل چې زموږ د سرونو د پاسه د ثور د غار پر سر ولاړ وو او موږ پکې وو، ما وویل: اې د الله رسوله، که یو له دوی خپلو پښو ته لاندې وګوري، نو موږ به وویني، هغه وفرمایل: اې ابو بکره، ته د هغو دوو په اړه څه ګومان کوې چې په نصرت، مرسته، ساتنه او لارښوونه کې یې الله تعالی درېیم وي.