عَنْ مُعَاذَةَ قَالَتْ:
سَأَلْتُ عَائِشَةَ، فَقُلْتُ: مَا بَالُ الْحَائِضِ تَقْضِي الصَّوْمَ، وَلَا تَقْضِي الصَّلَاةَ؟ فَقَالَتْ: أَحَرُورِيَّةٌ أَنْتِ؟ قُلْتُ: لَسْتُ بِحَرُورِيَّةٍ، وَلَكِنِّي أَسْأَلُ. قَالَتْ: كَانَ يُصِيبُنَا ذَلِكَ، فَنُؤْمَرُ بِقَضَاءِ الصَّوْمِ، وَلَا نُؤْمَرُ بِقَضَاءِ الصَّلَاةِ.

[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح مسلم: 335]
المزيــد ...

د معاذة (رضي الله عنها) نه روایت دی وایي:
ما له عایشې (رضي الله عنها) څخه وپوښتل: «ولې حایضه ښځه د روژې قضا راوړي او د لمانځه قضا نه راوړي؟ هغې وویل: آیا ته له حروریانو څخه یې؟ ما وویل: «نه، زه له حروریانو څخه نه یم، خو پوښتنه کوم، وایي: موږ به حیض کېدو نو، د روژې د قضا راوړلو امر به راته کېده او د لمانځه د قضا راوړلو امر به راته نه کېده.

[صحيح دی] - [متفق علیه دی] - [صحيح مسلم - 335]

تشریح

معاذة العدوية له عائشې رضي الله عنها څخه وپوښتل، نو ویې ویل: چې ولې حایضه ښځه د روژې قضا راوړي، خو د لمانځه قضا نه راوړي؟ هغې ورته وویل: ایا ته د حروري له خوارجو څخه یې؛ هغوی چې د سختۍ او سخت‌ګیرۍ لپاره ډېرې پوښتنې کوي؟ ما وویل: زه حروريه نه یم، خو یوازې پوښتنه کوم، هغې وویل: کله چې موږ د پیغمبر ﷺ په وخت کې حیض کېدو، نو موږ ته به ویل کېدل چې د روژې قضایي راوړو، خو د لمانځه په قضایي راوړلو به راته امر نه کېده.

د حديث له ګټو څخه

  1. انکار او رد پر هغه چا چې انتقاد یا پوښتنه د سخت‌ګیرۍ او بحث لپاره کوي.
  2. حروريه هغې قریې ته نسبت دی چې کوفې ته نږدې او نوم یې "حروراء" ده، دا د خوارجو یوه فرقه ده، د دوی ورته والی لدې امله دی چې دوی په دین کې ډېر سخت‌ګیر، زیاتې پوښتنې به یې کولې او متشدد وو.
  3. ښوونکی زده کوونکو ته وضاحت ورکوي کله چې ترې غوښتنه وشي او لارښوونه کوي.
  4. په نص (آیت او حدیث) سره ځواب ورکول غوره دي، ځکه چې عایشه رضی الله عنها هغې معنا ته اشاره نه ده کړې چې پوښتونکې یې پوښتنه کړې وه؛ ځکه چې په نص سره ځواب ورکول د اختلاف مخه نیسي.
  5. د الله او د هغه د رسول ﷺ حکم ته غاړه اېښودل، که څه هم بنده یې حکمت ونه پېژني.
  6. امام نووي وایي: د عایشې رضی الله عنها د وینا معنا دا ده چې د خوارجو یوه ډله پر حائضې ښځې د حیض په وخت کې د پاتې شوو لمونځونو قضا لازموي، حال دا چې دا د مسلمانانو د اجماع خلاف ده، او د عایشې رضي الله عنها دا پوښتنه د انکار په معنا وه، یعنې دا د حروریه وو او خوارجو لاره ده او ناسمه لار ده.
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (36)