د احادیثو لړلیک

1. څوک چې د الله لپاره حج وکړي، فحشا او بد اخلاقي و نه کړي، نو له حج څخه د راګرځېدو پر مهال به له ګناه څخه داسې پاک شي لکه په کومه ورځ چې مور زیږولی و
عربي انګلیسي اردو
2. ‌آیا زه تاسو ته د تر ټولو لویو ګناهونو څخه خبر درنکړم - 10 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
3. کله چې یو سړی له خپل ورور سره مینه لري، نو هغه ته دې ووایي چې مینه ورسره لري
عربي انګلیسي اردو
4. لوی ګناهونه: له الله سره شرک کول، د مور او پلار نا فرماني، د نفس وژنه او په دروغو قسم خوړل دي
عربي انګلیسي اردو
5. مونږ د رسول الله - صلی الله علیه وسلم سره : په تنګلاسۍ او پراختیا، خوښۍ او ناخوښۍ، بیعت وکړ او دا چې په خپل ځان به - هغه- ته لومړیتوب ورکوو - 4 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
6. هغه مهال لمونځ کول نه صحیح کېږي چې خواړه د خوراک لپاره چمتو وي او نه هغه مهال چې د وړوکي او یا لوی اودس ماتي له امله یې اودس تنګ وي - 8 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
7. که خپل ملګرې ته دې د جمعې په ورځ وویل چې: چپ شه، په داسې حال کې چې امام خطبه وایي، نو تا د جمعې فضیلت له لاسه ورکړ - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
8. د کونډې او مسکینانو پالنه کوونکی د هغه چا په څېر دی چې د الله په لاره کې جهاد کوي، او یا د هغه چا په څېر دی چې د شپې ولاړ وي (تهجد کوي) او د ورځې روژه نیسي - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
9. فطرت پنځه څيزونه دي: سنتېدل، د نامه لاندې د وېښتانو لرې کول، د برېتونو لنډول، د نوکانو لنډول او د تخرګونو د وېښتانو وېستل
عربي انګلیسي اردو
10. قسم په هغه ذات چې د محمد روح یې په لاس کې دی، له دې امت څخه چې هر څوک؛ که هغه یهودي وي یا نصراني، زما په اړه خبره شي، او بیا پداسې حال کې مړ شي چې په هغه څه یې ایمان نه وي راوړی چې زه پرې رالېږل شوی یم، مګر دا چې هغه به له دوزخیانو څخه شي - 4 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
11. برېتونه لنډ کړئ او ږیرې اوږدې کړئ
عربي انګلیسي اردو
12. چا چې زما د دې اودس په څېر اودس وکړ، بیا یې دوه رکعته لمونځ وکړ او له ځان سره یې پکې خبرې ونه کړې (یعنې له وسوسو یې ځان وژغوره) ټول مخکني ګناهونه به یې ورته وبخښل شي - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
13. په یهودو او نصاراو دې د الله لعنت وي چې د خپلو پیغمبرانو قبرونه یې د عبادت ځایونه ګرځولي
عربي انګلیسي اردو
14. له اوو بربادوونکو ګناهونو څخه ځان وساتئ - 4 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
15. یا الله زما قبر بت مه جوړوه
عربي انګلیسي اردو
16. د ثواب لوی والی د مصیبت په لوی والی سره دی، او الله - تعالی - چې کله د کوم قوم سره مینه ولري، په مصیبت سره یې امتحانوي؛ نو څوک چې خوښ و د هغه لپاره رضایت دی او څوک چې ناراضه و د هغه لپاره نارضایتي ده - 3 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
17. الله تبارک و تعالی فرمایلي دي: زه د شریکانو تر ټولو زیات غني یم، نو څوک چې یو عمل وکړي، په هغه کې بل څوک زما سره شریک کړي؛ زه به هغه کس او د هغه شرک پریږدم - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
18. زه الله تعالی ته بېزاري ښایم لدې چې ستاسو څخه دې څوک په خالصې دوستۍ ونیسم، ځکه چې الله تعالی زه په خالصې دوستۍ نیولی یم، لکه څرنګه یې چې ابراهیم په خالصې دوستۍ نیولی دی
عربي انګلیسي اردو
19. خپل کورونه مو مقبرې مه ګرځوئ او زما قبر د عبادت ځای مه جوړوئ، او پر ما درود ووایئ، یقینا تاسو چې هر چېرې یاست ستاسو درود ماته رسیږي
عربي انګلیسي اردو
20. ؛بېشکه چې الله جل جلاله غیرت کوي، او مؤمن غیرت کوي، او د الله -جل جلاله- غیرت دا دی چې یو څوک هغه څه وکړي چې الله تعالی پرې حرام کړي وي
عربي انګلیسي اردو
21. څوک چې له الله پرته په بل چا قسم وخوري هغه کفر او یا شرک وکړ
عربي انګلیسي اردو
22. پر منافقانو تر ټولو دروند لمونځ د ماخوستن او سهار لمونځونه دي، که دوی پوه شي چې په دوی کې څه دي، نو دوی به ورته راتګ کړی و، اګر که په خاپوړو وای - 4 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
23. له خلکو څخه تر ټولو بد هغه دي چې قیامت پرې راشي او هغوی ژوندي وي، او هغه خلک چې له قبرونو څخه یې جوماتونه جوړ کړي دي - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
24. په حقیقت کې هغه څه چې زه ترې پر تاسو ډېر وېرېږم کوچنی شرک دی. هغوی وفرمايل: اې د الله رسوله کوچنی شرک څه دی؟ هغه وفرمایل: « ځان ښودنه (ریا) ده - 4 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
25. ایا نه به یې حرامول هغه څه چې الله به حلال کړي و او تاسو به بیا هغه حرام ګڼل، او حلالول به یې هغه څه چې الله به حرام کړي و او تاسو به حلال ګڼل؟ نو ما وویل: هو خبره همداسې وه : ویې وییل: همدا یې عبادت دی. - 3 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
26. ته به د اهل کتابو یو قوم ته ورشې، نو کله چې ورغلې دې ته یې راوبله چې شاهدي ورکړي پر دې چې له الله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد د الله رسول دی - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
27. د رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه د سحر او جادو درملنې او یا پیریانو ویستلو د اړه پوښتنه وشوه؟ نو ویې ویل چې دا د شیطان له کړنو څخه دي.(۱)
عربي انګلیسي اردو
28. زما په مدحه او توصیف کې تاسو له حد څخه مه اوړئ، لکه څرنګه چې نصارا د عیسی زوی د مریمې په مدحه او توصیف کې له حده اوړیدلي وو؛ بېشکه چې زه د هغه بنده یم، نو تاسو ووایئ: د الله بنده او رسول - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
29. نو زما په شفاعت نېمکرغه خلک به د قیامت په ورځ هغه څوک وي چې د نفس او زړه له اخلاصه یې ( لَا إِلَهَ إِلَّا اللَّهُ) ویلي وي
عربي انګلیسي اردو
30. چا لره چې بد پالۍ د خپلې اړتیا ته څخه منع کړ په حقیقت کې یې شرک وکړ، هغوی وویل: نو د دې کفاره څه ده؟، ویې ویل: چې ووایې: ای الله ستا له خير پرته بل خیر نشته، او سپیره والی نشته مګر ستا له طرفه،(۱) او ستا پرته بل معبود نشته. - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
31. (چا چې په پورته ټولو شیانو ګواهي ورکړه نو) الله جل جلاله به یې جنت ته داخل کړي که هر څومره عمل یې کړی وي - 4 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
32. څوک چې د الله تعالی سره پداسې حال کې مخ شو چې هیڅ شی یې ورسره شریک کړی نه وي نو جنت ته داخل شو، او څوک چې ورسره مخ شو او څه شی یې ورسره شریک کړی وي، نو اور ته داخل شو» [9]
عربي انګلیسي اردو
33. څوک چې مړ شي پداسې حال کې چې هغه د الله جل جلاله سره شریک رابلي، اور ته به داخل شي
عربي انګلیسي اردو
34. تشدد کوونکي هلاک شول
عربي انګلیسي اردو
35. د الله تعالی دا قول (وَقَالُوا لا تَذَرُنَّ آلِهَتَكُمْ وَلا تَذَرُنَّ وَدًّا وَلا سُوَاعًا وَلا يَغُوثَ وَيَعُوقَ وَنَسْرًا) او ويې ویل (خپلو خلکو ته): تاسو خپل معبودان مه پرېږدئ او تاسو مه پرېږدئ (عبادت د) وَد، او نه (د) سُواع او نه (د) یغوث او یعوق اونسر. ابن عباس - رضي الله عنهما -فرمایلي : دا د نوح له قوم څخه د نیکانو سړیو نومونه دي.
عربي انګلیسي اردو
36. څوک چې ماته د هغه څه ضمانت راکړي چې د دواړو ژامو په منځ کې ده ( ژبه ) او د هغه څه چې د دواړو پښو تر منځه دي (عورت) نو زه به ورته د جنت ضمانت ورکړم
عربي انګلیسي اردو
37. ژر دی چې تاسو به واکمنان وګورئ نو له ځینو کارونو سره به یې تاسو بلد یاست او ځینې نور به یې ردوئ، نو چا چې وپېژندل خلاص شو، او چا چې انکار وکړ نو هغه جوړ پاتې شو، خو هغه څوک چې پرې خوشحاله شو او پيروي یې وکړه
عربي انګلیسي اردو
38. له تاسو څخه الله جل جلاله د هېچا لمونځ نه قبلوي کله چې اودس مات کړي تر دې چې اودس وکړي - 6 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
39. کله چې بنده ناروغ یا مسافر شي، نو د هغه لپاره د هغه عمل سره برابر ثواب لیکل کیږي چې د اقامت او روغتیا په حالت کې یې کاوه - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
40. تر ټولو غوره ذکر : لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ دی، او تر ټولو غوره دعا: الحمد لله ده
عربي انګلیسي اردو
41. جنت ستاسو څخه یو تن ته د هغه د بوټانو له تسمې څخه ډیر نږدې دی او دوزخ هم همداسې دی
عربي انګلیسي اردو
42. السِّوَاكُ مَطْهَرَةٌ لِلْفَمِ، مَرْضَاةٌ لِلرَّبِّ». «مسواک د خولې د پاکۍ او د رب د خوښۍ سبب ګرځي - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
43. پنځه وخته لمونځونه، له یوې جمعې څخه تر بلې پورې، او له یو رمضان څخه تر بل پورې، د دوی تر منځه د ګناهونو کفاره ده پدې شرط چې له کبیره ګناهونو څخه ځان وساتل شي - 12 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
44. زما څخه يو آيت هم - خلکو - ته ورسوئ او د بني اسرائيلو په اړه خبرې وکړئ - هغه پېښې چې هغوی ورسره مخ شوي دي - پدې کې کومه ملامتیا نشته، او چا چې پر ما په قصدي توګه دروغ وویل، نو د ځان لپاره دې په اور کې د ناستې ځای وټاکي - 10 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
45. هېڅ مسلمان ته ستوماني او رنځ، هېڅ غم او خفګان، هېڅ ضرر او غم نه رسیږي آن تر دې چې یو اغزی چې کله یې په پښه کې لاړ شي، مګر دا چې الله جل جلاله به یې ورته د ځینې ګناهونو کفاره وګرځوي - 6 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
46. دوزخ په خواهشاتو سره پوښل شوی دی، او جنت په سختیو سره پوښل شوی دی
عربي انګلیسي اردو
47. د يو مسلمان پر بل مسلمان پنځه حقونه دي: سلام ته ځواب وییل، د ناروغ پوښتنه کول، د جنازې پسې تلل، بلنه منل، او د پرنجي پر مهال ورته (یرحمک الله) وییل
عربي انګلیسي اردو
48. الله تعالی دې په هغه انسان رحم وکړي چې د پلورلو، اخېستلو او قرض غوښتلو په وخت کې اساني کوي
عربي انګلیسي اردو
49. يو سړی و چې خلکو ته به یې پور ورکاوه، نو خپل غلام ته به يې ويیل: کله چې داسې سړي ته ورغلې چې په تنګستیا کې و نو ورته ترې تېر شه، ښايي الله مونږ ته زمونږ - له ګناهونو - څخه تېر شي
عربي انګلیسي اردو
50. هغه څوک خپلوي پالونکی ندی چې بدل خلاصوي، مګر هغه څوک خپلوي پالونکی دی چې خلک یې ورسره پرې کوي او هغه یې بیرته وصلوي (پالي) - 6 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
51. څوک چې ناداره کس (قرضدار) ته مهلت ورکړي او یا ورته له یو څه قرض څخه تېر شي نو الله تعالی به یې د قیامت په ورځ د خپل عرش تر سیوري لاندې راولي چې په هغه ورځ د هغه له سیوري پرته بل سیوری نه شته
عربي انګلیسي اردو
52. څوک چې د علم په لټه کې ووځي تر هغه پورې چې بیرته راګرځیدلی نه وي د الله - تعالی - په لار کې دی. - 3 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
53. چا چې د رمضان روژه - په الله تعالی - د ایمان په وجه د ثواب په نیت ونیوله؛ نو مخکني ټول ګناهونه یې وبخښل شي
عربي انګلیسي اردو
54. څوک چې د قدر شپه پر هغې د ایمان لرلو او ثواب په نیت - په عبادت - کې تیره کړي، د هغه تېر ګناهونه به وبخښل شي
عربي انګلیسي اردو
55. د چا لپاره چې الله تعالی د خیر اراده وکړي، نو هغه- په مصیبتونو سره - امتحانوي
عربي انګلیسي اردو
56. کله چې دوه مسلمانان توره په لاس یو له بل سره وجنګیږي نو قاتل او مقتول دواړه په اور کې دي
عربي انګلیسي اردو
57. دین نصیحت دی
عربي انګلیسي اردو
58. یقینا چې حلال څرګند او حرام څرګند دي - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
59. په حقیقت کې الله تعالی په هر څه کې مهرباني فرض کړې ده - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
60. په حقيقت كې الله جل جلاله ښه او بد ليكلي، بيا يې بيان کړي دي، نو چا چې د نيکۍ اراده وکړه خو یې ونه کړه، الله تعالی به د هغه لپاره پوره نيکي وليکي، او که چېرته یې اراده وکړه او عمل یې پرې هم وکړ نو الله تعالی به ورته لس نیکۍ تر اوه سوه چنده، او څو چنده زیاتې ولیکي، او چا چې د بدۍ اراده وکړه خو عمل یې پرې ونه کړ نو الله تعالی به یې ورته د ځان سره پوره نیکي ولیکي، خو که چېرته یې د بدۍ اراده وکړه او عملي یې کړه نو الله تعالی به ورته یوه بدي ولیکي
عربي انګلیسي اردو
61. الله تعالی ستاسو شکلونو او مالونو ته نه ګوري، بلکې هغه ستاسو زړونو او عملونو ته ګوري - 6 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
62. بېشکه دار و مدار د عملونو په نیتونو سره دی، او د هر انسان لپاره هغه څه دي چې هغه يې اراده کړي وي - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
63. اسلام: دا دی چې ګواهي ورکړې پردې چې له الله پرته بل معبود نشته او پر دې چې محمد - صلی الله علیه و سلم - د الله رسول دی، لمونځ قائم کړې، زکات ورکړې، د رمضان روژه ونيسې او د بیت الله حج وكړې -كه د رسېدو لاره دې ورته وموندله
عربي انګلیسي اردو
64. مه غوسه کېږه - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
65. لَا ضَرَرَ وَلَا ضِرَارَ، مَنْ ضَارَّ ضَرَّهُ اللَّهُ، وَمَنْ شَاقَّ شَقَّ اللَّهُ عَلَيْهِ». " نه ضرر رامنځته کول شته او نه بل چاته ضرر رسول، چا چې - بل ته - ضرر ورساوه نو الله تعالی به هغه ته ضرر ورسوي، او چا چې په نورو سختي وکړه الله تعالی به پرې سختي راولي - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
66. که چېرته تاسو په الله تعالی په حقه سره توکل وکړئ، نو داسې روزي به درکړي لکه څرنګه یې چې یو مرغه (الوتونکي) ته ورکوي، چې سهار مهال خالي نس - له ځالې - وځي او ماښام مهال بېرته په ډک نس سره - خپلې ځالې ته - راګرځي
عربي انګلیسي اردو
67. له هغه څه نه چې ما تاسو ته منع کړي یاست، له هغې څخه ډډه وکړئ او په هغه څه مې چې درته امر کړی، څومره چې کولی شئ هغه پر ځای کړئ، ځکه چې ستاسو څخه مخکې خلک د دوی د ډیرو پوښتنو او د انبیاوو په وړاندې د دوی د مخالفت له امله هلاک شوي دي. - 32 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
68. چا چې زموږ په دین کې نوي شیان را پیدا کړل چې له هغې څخه نه وي، هغه مردود دي - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
69. اې زما بندګانو، ما پر خپل ځان ظلم حرام کړی دی او ستاسو تر منځه مې هم حرام ګرځولی نو یو پر بل ظلم مه کوئ - 4 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
70. اې هلکه، زه تا ته څو خبرې درښایم: الله په ياد لره، هغه به ستا ساتنه وکړي، الله په ياد لره، هغه به دې په وړاندې ومومې، کله دې چې څه غوښتل نو له الله څخه یې وغواړه، او کله دې چې مرسته غوښتله، نو له الله نه یې وغواړه - 8 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
71. یوه بنده په ګناه کولو سره ګناه وکړه او ویې ویل: اې الله ماته زما ګناه وبخښه - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
72. بېشکه چې عدل کوونکي به د الله - جل جلاله - په وړاندې د رڼا په منبرونو د رحمن ذات ښي طرف ته وي؛ او د هغه (ذات ) دواړه (بلا کیفه) لاسونه ښي دي - 4 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
73. زما ټول امتیان به جنت ته داخلیږي مګر هغه څوک چې انکار وکړي - 10 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
74. جبریل -علیه السلام- راته همېشه په ګاونډي سره وصیت کاوه تر دې چې ما ګمان وکړ د میراث مستحق به یې وګرځوي
عربي انګلیسي اردو
75. بېشکه (شرکي) دمونه، بندونه او تعویذونه (یا کوډې کول ) شرک دی - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
76. آيا تاسو پوهېږئ چې غيبت څه ته وايي؟ هغو وويل: الله جل جلاله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې فرمایل: " په هغه څه سره دې د (مسلمان) ورور یادول چې هغه یې نه خوښوي - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
77. یا الله ! څوک چې زما د امت د چارو مسوولیت په غاړه واخلي او له هغوی سره سختي وکړي نو سختي پرې راوله، او چا چې زما د امت د چارو مسوولیت پر غاړه واخیست او په نرمۍ یې ورسره چلند وکړ، نو پرې مهربانه شه - 4 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
78. ځینې خلک د الله په مال کې په ناحقه؛ ناوړه لګښت کوي، نو د قیامت په ورځ د دوی لپاره اور (دوزخ) دی - 4 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
79. له ګمان څخه ځان وساتئ؛ ځکه چې ګمان تر ټولو دروغجنه وینا ده - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
80. هېڅ داسې یو بنده نشته چې الله تعالی د یو رعیت (چارې) ورترغاړې کړي، بیا مړ شي او په کومه ورځ چې مړ کیږي نو خپل رعیت لره غولوونکی وي، مګر دا چې الله تعالی به پرې جنت حرام کړي
عربي انګلیسي اردو
81. د آدم ټول اولادونه خطا کوي او تر ټولو غوره خطا کوونکي هغه دي چې توبه وباسي - 14 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
82. هره نیکي صدقه ده
عربي انګلیسي اردو
83. له ښېګڼې څخه څه شی سپک مه ګڼه، اګر که د خپل ورور سره په ورین تندي مخامخ شې
عربي انګلیسي اردو
84. پياوړی کس - په غېږ نیولو کې - چپه کوونکی ندی، بلکې پياوړی هغه دی چې د غصې پر مهال خپل ځان کنټرول کړي - 4 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
85. څوک چې له کوم قوم سره مشابهت وکړي نو دی له هغوی څخه دی - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
86. چا چې د یو ښه کار لارښوونه وکړه، هغه لره د هغه کار د تر سره کوونکي په څېر اجر دی
عربي انګلیسي اردو
87. ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه وپوښتل چې: د الله جل جلاله په نېز کومه ګناه لویه ده؟ هغه وفرمایل: «دا چې ته د الله سره شریک ونیسي حال دا چې ته یې پيدا کړی یې
عربي انګلیسي اردو
88. مړو ته ښکنځل مه کوئ، ځکه چې هغوی هغه څه ته ورغلي دي چې مخکې یې له ځان څخه لیږلي دي
عربي انګلیسي اردو
89. د یوه سړي لپاره روا ندي چې خپل ورور له دریو شپو څخه زیات پریږدي، کله چې یو له بل سره مخ کیږي نو دا ترې مخ اړوي او هغه هم ترې مخ اړوي، او د دوی تر منځه غوره هغه څوک دی چې په سلام سره پیل وکړي - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
90. خپلوي پرې کوونکی به جنت ته داخل نه شي
عربي انګلیسي اردو
91. چغلګر - انسان - جنت ته نه داخلیږي
عربي انګلیسي اردو
92. څوک چې دا غواړي چې روزي يې پراخه شي او عمر يې اوږد شي، نو خپلوي دې وپالي - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
93. څوک چې (چاته) ضرر واړوي الله به هغه ته ضرر ورواړوي او څوک چې پر (چا) سختي راولي، الله به په هغه سختي راولي
عربي انګلیسي اردو
94. بنده د سجدې پر مهال خپل رب ته تر ټولو ډېر نږدې وي، نو ډېره دعا وکړئ - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
95. څوک چې د سهار لمونځ وکړي هغه د الله جل جلاله په ساتنه (ذمه) کې دی
عربي انګلیسي اردو
96. څوک چې په الله او د آخرت په ورځ ایمان لري، نو هغه دې یا د خیر وینا وکړي او یا دې چوپ پاتې شي - 4 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
97. څوک چې پر خلکو رحم نه کوي، الله تعالی به پر هغه رحم ونه کړي
عربي انګلیسي اردو
98. د الله تعالی په وړاندې تر ټولو مبغوض انسان هغه دی چې تل سخت جګړه مار وي - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
99. الله - جل جلاله - ته تر ټولو محبوبې ویناوې څلور دي: سُبْحَانَ اللهِ، وَالْحَمْدُ لِلهِ، وَلَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَاللهُ أَكْبَرُ، دا مهمه نده چې تاسو په کومه یوه پیل کوئ
عربي انګلیسي اردو
100. له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه وپوښتل شول چې تر ټولو زيات شی ( کوم دی ) چې خلک جنت ته داخلوي، نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: له الله جل جلاله څخه وېره او ښه اخلاق
عربي انګلیسي اردو
101. حیا له ایمان څخه ده
عربي انګلیسي اردو
102. دعا عبادت دی
عربي انګلیسي اردو
103. دوه کلمې دي چې په ژبه سپکې، په تله کې درنې او رحمان - ذات - ته محبوبې دي - 4 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
104. هېڅ شی د الله تعالی په نیز له دعا څخه زیات عزتمن ندی
عربي انګلیسي اردو
105. صدقه مال نه کموي، او الله تعالی په بخښنې سره بنده ته نه زیاتوي مګر عزت، او هېڅوک د الله تعالی په وړاندې تواضع نه کوي مګر دا چې الله تعالی یې لوړوي
عربي انګلیسي اردو
106. څوک چې د خپل ورور له عزت څخه دفاع وکړي، نو الله تعالی به د قیامت په ورځ د هغه له مخ څخه اور وګرځوي
عربي انګلیسي اردو
107. څوک چې په ورځ کې سل ځلې (سُبْحَانَ اللهِ وَبِحَمْدِهِ)، ووايي، یعنې خاص الله لره پاکي او ستاینه ده، نو د هغه ګناهونه به توی شي، كه څه هم د سمندر د ځګ په څېر وي
عربي انګلیسي اردو
108. چا چې لس ځلې: (لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ وَحْدَهُ لَا شَرِيكَ لَهُ، لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ وَهُوَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ) وویل - 6 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
109. د چا لپاره چې الله جل جلاله د خیر اراده وکړي نو هغه ته په دین کې پوهه ورکړي - 6 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
110. الله جل جلاله؛ پرهیزګاره، له نورو مستغني او پټ بنده خوښوي
عربي انګلیسي اردو
111. خامخا به تاسو خپل رب داسې وینئ لکه څرنګه چې تاسو دا سپوږمۍ وینئ پرته له کومې ستړتیا او سختۍ څخه
عربي انګلیسي اردو
112. رسول الله صلی الله علیه وسلم به عطر (خوشبو) نه ردول
عربي انګلیسي اردو
113. په مؤمنانو کې تر ټولو د کامل ایمان لرونکي هغه دي چې ښه اخلاق ولري او په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې له خپلو مېرمنو سره ښه وي - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
114. دنیا د خوند اخیستلو څیز دی، او د دنیا تر ټولو غوره شی چې خوند ورڅخه اخیستل کیږي؛ نېک صالحه مېرمن ده
عربي انګلیسي اردو
115. مهرباني او نرمي په هېڅ شي کې نه وي، مګر دا چې هغه ته وزن (عزت) ورکوي، او له هېڅ شي څخه نه لرې کیږي مګر دا چې هغه شی بدرنګوي - 14 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
116. یقینا چې الله جل جلاله له بنده څخه هغه مهال راضي کیږي کله چې هغه یوه مړۍ وخوري او بیا پرې د هغه ستاینه وکړي (الحمد لله ووایي) او یا یو ګوټ اوبه وڅښي او د هغه ستاینه پرې وکړي
عربي انګلیسي اردو
117. بېشکه مؤمن په ښو اخلاقو سره د روژه نیوونکي او اعتکاف کوونکي درجې ته رسیږي
عربي انګلیسي اردو
118. یقینا چې په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې ښه اخلاق ولري
عربي انګلیسي اردو
119. الله جل جلاله فرمایلي: اې د آدم زویه! (د الله جل جلاله) په لاره کې لګښت (انفاق) وکړه، چې زه پر تا انفاق وکړم، (یعنې پراخي درباندې راولم)
عربي انګلیسي اردو
120. بېشکه الله - جل جلاله - ظالم ته مهلت ورکوي، تر دې چې کله یې راونیسي بیا یې نه پریږدي
عربي انګلیسي اردو
121. ما له ما څخه وروسته د ښځو په څېر بله داسې فتنه نه ده پریښی چې هغه دې نارینه و ته ډېره زیانمنه وي. (یعنې د نارینه و لپاره د ښځو له فتنې څخه بله زیانمنه فتنه نشته)
عربي انګلیسي اردو
122. (پر خلکو) اسانتیا راولئ او سختي مه کوئ، زیری ورکړئ او خلک مه زړه توري کوئ
عربي انګلیسي اردو
123. دا قرآن (په سینو کې د ساتلو په موخه) وخت په وخت ولولئ ، ځکه په هغه ذات قسم دی چې د محمد - صلی الله علیه وسلم - روح د هغه په ​​لاس کې دی چې دا (له انسان څخه) په تېښته کې له هغه اوښ څخه ډېر تېز دی چې په ګونډه کې ولکه شوی وي - 22 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
124. په تاسو کې غوره هغه څوک دی چې قرآن زده کړي او نورو ته یې وښایي - 24 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
125. څوک چې یو ځای ته راغی (تم شو) شو او بیا یې وویل: (أَعُوذُ بِكَلِمَاتِ اللهِ التَّامَّاتِ مِنْ شَرِّ مَا خَلَقَ) زه د الله جل جلاله په بشپړو کلمو سره د هغه څه له شر څخه پناه غواړم چې هغه پیدا کړي دي) نو هېڅ شی به هغه ته زیان ونه رسوي تر څو یې چې نوموړی ځای پریښی نه وي - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
126. آیا زه ته د هغه کار لپاره ونه لیږم چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پسې زه لیږلی وم؟ دا چې هېڅ مجسمه مه پرېږده پرته له دې چې ورانه یې کړې او هېڅ لوړ قبر مه پرېږده پرته له دې چې برابر یې کړې - 6 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
127. لَا يُؤْمِنُ أَحَدُكُمْ حَتَّى أَكُونَ أَحَبَّ إِلَيْهِ مِنْ وَالِدِهِ وَوَلَدِهِ وَالنَّاسِ أَجْمَعِينَ». "په تاسو کې هېڅوک تر هغه وخته مؤمن کېدلی نشي تر څو چې زه ورته د هغه له پلار، زوی او ټولو خلکو څخه ډېر محبوب نشم - 10 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
128. هغه څوک زمونږ څخه ندی چې (د یو څه په لیدلو سره له غیبو) وړاندوینه وکړي او یا ورته وړاندوینه وشي، کوډې وکړي او یا ورته کوډې وشي، جادو وکړي او یا ورته جادو وشي
عربي انګلیسي اردو
129. څوک چې غیب ویونکي ته لاړ شي او له هغه څخه د یو څه په اړه پوښتنه وکړي، د څلویښتو شپو لمونځ یې نه قبلیږي - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
130. څوک چې (نجومي زده کړه کوي)، هغه په حقیقت کې داسې ده لکه د سحر یوه برخه چې زده کوي، نو څومره یې چې زیاته زده کړه کوي په همغه اندازه یې د سحر د زده کړې کچه زیاتیږي
عربي انګلیسي اردو
131. په شرطونو کې تر ټولو حقدار شرط چې باید وفا پرې وشي هغه دی په کوم سره چې تاسو د ځان لپاره شرمګاوې (ښځې) حلالې ګرځولي دي (نکاح)
عربي انګلیسي اردو
132. تر ټولو لوی ګناهونه: له الله سره شرک کول، د الله له مکر څخه بې پروا کېدل، د الله له رحمت څخه نا امیدي او د الله له هیلي او امید قطع کول. - 18 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
133. رسول الله صلى الله عليه وسلم تر ټولو خلکو د غوره اخلاقو لرونکی و
عربي انګلیسي اردو
134. رسول الله صلی الله علیه وسلم به له هر لمانځه وروسته دغه ذکر کاوه
عربي انګلیسي اردو
135. له خپلو کورونو څخه هدیرې مه جوړوئ، یقینا چې شیطان له هغه کور څخه تښتي چې د بقرې سورت پکې لوستل کیږي - 8 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
136. دا چې : ( سُبْحَانَ اللهِ، وَالْحَمْدُ لِلهِ، وَلَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ، وَاللهُ أَكْبَرُ) ووایم؛ دا راته له هر هغه څه نه غوره دي چې لمر پرې راختلی دی
عربي انګلیسي اردو
137. هېڅ داسې ورځې نشته چې نېک عمل پکې الله جل جلاله ته لدې ورځو څخه زیات محبوب وي، یعنې (د ذی الحجې) لس ورځې - 4 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
138. چا چې د مازدیګر لمونځ پرېښوده نو یقینا چې عمل یې برباد شو - 4 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
139. څوک چې ښه اودس وکړي، نو ګناهونه يې له بدن څخه وځي، تر دې چې د نوکانو له لاندې برخې څخه یې هم وځي
عربي انګلیسي اردو
140. څوک چې په شپه کې د سورت البقرې دوه وروستي آيتونه ولولي، د هغه لپاره بسنه کوي - 8 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
141. څوک چې د الله جل جلاله له کتاب څخه یو حرف ولولي نو د هغه لپاره د هغه په څېر لس چنده نیکي ده - 8 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
142. کله چې یو سړی د ثواب په نیت په خپل اهل او عیال باندې نفقه کوي، نو دا د هغه لپاره صدقه ده
عربي انګلیسي اردو
143. ايمان څه د پاسه اويا څانګې، يا څه د پاسه شپېته څانګې لري، چې تر ټولو غوره یې د: (لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ) وییل او تر ټولو لاندې یې له لارې څخه د ضرري شیانو لرې کول دي
عربي انګلیسي اردو
144. دوی د هېڅ اوښ په غاړه کې غاړکۍ یا ګونګرو پرته له پرې کولو پرې نږدي - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
145. څوک چې یو شي په ځان راوځړوي نو همغه ته وروسپارل کیږي. - 3 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
146. چا چې :( لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ) وویل: او په هر هغه څه یې کفر وکړ چې له الله جل جلاله پرته یې عبادت کیږي، نو د هغه مال او وینه حرام دي، او حساب یې د الله جل جلاله سره دی
عربي انګلیسي اردو
147. د الله جل جلاله د نبي صلی الله علیه وسلم اخلاق قرآن و
عربي انګلیسي اردو
148. په رحم کوونکو باندې الله رحم کوي، تاسو د ځمکې پر خلکو رحم وکړئ هغه ذات چې په اسمانونو کې دی پر تاسو به رحم وکړي - 18 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
149. رسول الله صلی الله علیه وسلم به په هر حالت کې الله جل جلاله یاداوه - 4 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
150. رسول الله صلی الله علیه وسلم له قزع څخه منع فرمایلې ده
عربي انګلیسي اردو
151. دا د حق خبره د پيری لخوا په پټه نیول کیږي او د چرګ د کړارې په څیر یې د خپل بادار په غوږ کې اچوي، نو هغه ورسره بیا سل دروغ ویناوې ګډې کړي
عربي انګلیسي اردو
152. مونږ د عمر رضی الله عنه سره وو، هغه وویل: موږ له تکلف څخه منع شوي یو
عربي انګلیسي اردو
153. له تشو متیازو ( بولو ) څخه ځان وساتئ، ځکه په عامه توګه د قبر عذاب له همدې څخه وي. - 11 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
154. هېڅ داسې څوک نشته چې د زړه له اخلاصه پدې خبره ګواهي ورکړي چې له الله جل جلاله پرته بل معبود نشته او دا چې محمد د الله رسول دی، مګر دا چې الله جل جلاله به یې په اور حرام کړي
عربي انګلیسي اردو
155. زمونږ پروردګار، تبارک وتعالی، هره شپه په وروستۍ پاتې دریمه برخه کې د دنیا اسمان ته راکوزیږي
عربي انګلیسي اردو
156. په قبرونو د پاسه مه کېنئ او لمونځ ورته مه کوئ
عربي انګلیسي اردو
157. دا د الله تعالی په نېز تر ټولو بد مخلوق دي
عربي انګلیسي اردو
158. ماته امر شوی چې په اوو اندامونو سجده وکړم
عربي انګلیسي اردو
159. رسول الله صلی الله علیه وسلم به د دوو سجدو تر مینځه وییل. یعنې "اې الله، ما ته بخښنه وکړه، پر ما رحم وکړه، ما ته روغتیا راکړه، لارښوونه راته وکړه، او روزي راکړه - 6 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
160. اللَّهُمَّ أَنْتَ السَّلَامُ، وَمِنْكَ السَّلَامُ، تَبَارَكْتَ ذَا الْجَلَالِ وَالْإِكْرَامِ
عربي انګلیسي اردو
161. په ولاړه لمونځ وکړه، که دې نشو کولای نو په ناسته یې وکړه، او که دې نشو کولای نو په څنګ یې وکړه - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
162. آیا د لمانځه لپاره اذان اورې؟" ويې ويل: هو، ورته یې وويل: نو د اذان بلنه ومنه (یعنې جومات ته راځه)
عربي انګلیسي اردو
163. کله چې ستاسو څخه یو څوک لمانځه ته راغی او امام په هر حالت کې و، نو هغه څه دي وکړي چې امام یې کوي. - 4 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
164. رسول الله صلی الله علیه وسلم مونږ ته د حاجت خطبه راښودلې ده - 4 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
165. له سرپرست پرته نکاح نشته
عربي انګلیسي اردو
166. اې هلکه، بسم الله ووایه، په ښي لاس خوراک کوه او له خپلې مخې څخه خوراک کوه
عربي انګلیسي اردو
167. کله چې ستاسو څخه یو څوک خوراک کوي، نو په ښي لاس دې وخوري، او کله چې څښاک کوي، نو په ښي لاس دې وڅښي، ځکه چې شیطان په چپ لاس خوراک کوي او په چپ لاس څښاک کوي
عربي انګلیسي اردو
168. څوک چې له اطاعت څخه ووت، او ټولی یې پرېښوده، بیا مړ شو، نو مرګ یې د جاهلیت مرګ دی
عربي انګلیسي اردو
169. څوک چې تاسو ته راشي په داسې حال کې چې تاسو ټول په یو سړي راغونډ شوي یاست، غواړي چې ستاسو منځ کې درز او تفرقه واچوي، او یا مو جماعت سره بیل کړي، نو ویې وژنئ
عربي انګلیسي اردو
170. چا چې معاهد وواژه نو د جنت بوی به حس نه کړي، پداسې حال کې چې بوی یې د څلویښتو کالو واټن په اندازه لرې حس کیږي - 6 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
171. رسول الله صلی الله علیه وسلم په فیصله کې په رشوت ورکوونکي او رشوت اخیستونکي لعنت ویلی دی - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
172. څوک چې زموږ پر وړاندې وسله پورته کړي، له موږ څخه نه دی
عربي انګلیسي اردو