أتيت رسول الله صلى الله عليه وسلم وفي عنقي صليب من ذهب، فقال: «يا عدي اطرح هذا الوثن من عنقك» قال: فطرحته، وانتهيت إليه وهو يقرأ في سورة براءة، فقرأ هذه الآية: {اتخذوا أحبارهم ورهبانهم أربابا من دون الله} [التوبة: 31] قال: قلت: يا رسول الله إنا لسنا نعبدهم، فقال: «أليس يحرمون ما أحل الله فتحرمونه، ويحلون ما حرم الله فتحلونه؟» قال: قلت: بلى. قال: «فتلك عبادتهم».
[ضعيف] - [رواه الترمذي والطبري] - [تفسير الطبري: 16631]
المزيــد ...
له عدي بن حاتم - رضي الله عنه - څخه روایت دی چې هغه له نبي - صلی الله علیه وسلم - څخه واوریدل چې دا آیت یې لوسته: "اتَّخَذُوا أَحْبَارَهُمْ وَرُهْبَانَهُمْ أَرْبَابًا مِنْ دُونِ اللَّهِ وَالْمَسِيحَ ابْنَ مَرْيَمَ وَمَا أُمِرُوا إِلاَّ لِيَعْبُدُوا إِلَهًا وَاحِدًا لا إِلَهَ إِلاَّ هُوَ سُبْحَانَهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ" 9-31 دوى خپل عالمان او خپل عابدان له الله نه غیر واکداران د حل او د حرمت نیولي دي او د مریم زوى مسیح (يې هم) معبود نیولای، حال داچې دوى ته حكم نه و شوى مګر د دې چې دوى دې د یو حق معبود عبادت كوي چې نشته هېڅ حق معبود مګر همدى دى، هغه پاك دى له هغه څه نه چې دوى يې (ورسره) شریكوي. - وایي - نو ما ورته وویل: مونږ د هغوی عبادت نه کوو، ویې ویل: آیا هغوی نه حراموي هغه څه چې الله حلال کړي دي، او بیا یې تاحرام ګڼئ، او حلالوي هغه څه چې الله حرام کړي دي او بیا یې تاسو حلال ګڼئ؟ نو ما وویل: هو : ویې وییل: همدا یې عبادت دی.
کله چې دې جلیل القدر صحابي له رسول الله - صلی الله علیه وسلم - څخه د دې آیت تلاوت واوریده چې د یهودو او نصاراو په اړه پکې وضاحت شوی دی: چې دوی خپل علما او عابدان خپل معبودان جوړ کړي، هغوی ورته هغه څه روا کوي چې د الله د شریعت سره په ټکر کې وي، او بیا یې په هغې کې اطاعت هم کوي، نو د دې آیت معنا باندې - صحابي - پوه نه شو، ځکه هغه ګمان کاوه چې عبادت یوازې سجده کول او داسې نور - کارونه - دي، تر دې چې رسول الله - صلی الله علیه وسلم - ورته وضاحت ورکړ چې : د یهودو د علماوو او مسیحی عابدانو له عبادت څخه دا دي چې : دوی یې اطاعت کوي د حلالو په حرامولو او حرامو په حلالولو سره، د الله - تعالی - او د هغه د رسول - صلی الله علیه وسلم - د حکم خلاف.