«صَلِّ قَائِمًا، فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَقَاعِدًا، فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَعَلَى جَنْبٍ».
[صحيح] - [رواه البخاري] - [صحيح البخاري: 1117]
المزيــد ...
له عمران بن حصین رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې: ما بواسیر درلودل، نو له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه مې د لمانځه په اړه پوښتنه وکړه، نو ویې وییل:
«صَلِّ قَائِمًا، فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَقَاعِدًا، فَإِنْ لَمْ تَسْتَطِعْ فَعَلَى جَنْبٍ».
"په ولاړه لمونځ وکړه، که دې نشو کولای نو په ناسته یې وکړه، او که دې نشو کولای نو په څنګ یې وکړه".
رسول الله صلی الله علیه وسلم څرګنده کړه چې په لمانځه کې اصل ودرېدل دي، مګر دا چې ودرېدلی نشي نو بیا به په ناسته لمونځ کوي، او که په ناسته یې نشو کولای نو کولی شي چې په څنګ لمونځ وکړي.