«مَنْ يُرِدِ اللهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ، وَإِنَّمَا أَنَا قَاسِمٌ، وَاللهُ يُعْطِي، وَلَنْ تَزَالَ هَذِهِ الْأُمَّةُ قَائِمَةً عَلَى أَمْرِ اللهِ، لَا يَضُرُّهُمْ مَنْ خَالَفَهُمْ، حَتَّى يَأْتِيَ أَمْرُ اللهِ».
[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 71]
المزيــد ...
له معاویة - رضی الله عنه - څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه اورېدلي دي چې ویل یې:
«مَنْ يُرِدِ اللهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ، وَإِنَّمَا أَنَا قَاسِمٌ، وَاللهُ يُعْطِي، وَلَنْ تَزَالَ هَذِهِ الْأُمَّةُ قَائِمَةً عَلَى أَمْرِ اللهِ، لَا يَضُرُّهُمْ مَنْ خَالَفَهُمْ، حَتَّى يَأْتِيَ أَمْرُ اللهِ».
«د چا لپاره چې الله جل جلاله د خیر اراده وکړي نو هغه ته په دین کې پوهه ورکړي، او یقینا چې زه ویشونکی یم او الله جل جلاله ورکوونکی دی، او دا امت به د الله جل جلاله پر دین تل تر تله ثابت وي - هېڅ مخالف به یې ورته ضرر نه شي رسولای - تر څو چې قیامت قائم شي».
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله جل جلاله چې د چا لپاره د خیر اراده وکړي، نو هغه ته په دین کې پوهه ورکوي او دا چې هغه (صلی الله علیه وسلم) د رزق، علم او نورو شیانو - چې الله تعالی هغه ته ورکړي - تقسیموونکی دی؛ او ورکونکی په حقیقت کې الله دی او لده پرته نور ټول اسباب دي چې د الله جل جلاله له اجازې پرته ګټه نه رسوي او دا امت به تر هغه وخته پورې د الله پر دین ثابت پاتې شي -څوک چې د دوی مخالفت کوي دوی ته به زیان ونه رسوي- تر هغه وخته پورې چې قیامت راشي.
في الحديث دليل على عظمة التفقه في الدين والحث عليه.اردو