«لَا تُطْرُونِي كَمَا أَطْرَتِ النَّصَارَى ابْنَ مَرْيَمَ؛ فَإِنَّمَا أَنَا عَبْدُهُ، فَقُولُوا: عَبْدُ اللهِ وَرَسُولُهُ».
[صحيح] - [رواه البخاري] - [صحيح البخاري: 3445]
المزيــد ...
له عمر بن الخطاب رضي الله عنه څخه روایت دی وایي چې ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واورېدل چې ویل یې:
«لَا تُطْرُونِي كَمَا أَطْرَتِ النَّصَارَى ابْنَ مَرْيَمَ؛ فَإِنَّمَا أَنَا عَبْدُهُ، فَقُولُوا: عَبْدُ اللهِ وَرَسُولُهُ».
«زما په مدحه او توصیف کې تاسو له حد څخه مه اوړئ، لکه څرنګه چې نصارا د عیسی زوی د مریمې په مدحه او توصیف کې له حده اوړیدلي وو؛ بېشکه چې زه د هغه بنده یم، نو تاسو ووایئ: د الله بنده او رسول».
[صحيح] - [بخاري روايت کړی دی] - [صحیح بخاري - 3445]
رسول الله صلی الله علیه وسلم د هغه په مدحه او توصیف بیانولو کې له مبالغې او شرعي حدودو له اوړېدلو څخه منع کړې ده، چې څوک یې د الله تعالی په صفتونو او یا ځانګړو افعالو سره یاد کړي، او یا دا چې - باور ولري - په غیبو پوهیږي، او یا دا چې له الله سره رابلل کیږي، لکه څرنګه چې نصاراوو د عیسی زوی د مریمې علیهما السلام په حق کې کړي وو. بیا یې واضحه کړه چې هغه د الله له بنده ګانو څخه یو بنده ده، او امر یې وکړ چې په اړه یې ووایو: د الله بنده او رسول دی.
ما حذَّر منه النبي صلى الله عليه وسلم قد وقع في هذه الأمة، فغَلَتْ طائفة بالرسول الله صلى الله عليه وسلم، وطائفة في أهل البيت، وطائفة في الأولياء، فوقعوا في الشرك.التعريف يحذف لانه مضاف اليه فغَلَتْ طائفة بالرسول الله