«إِنَّ أَبْغَضَ الرِّجَالِ إِلَى اللهِ الْأَلَدُّ الْخَصِمُ».
[صحيح] - [متفق عليه] - [صحيح البخاري: 2457]
المزيــد ...
له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی، هغه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه روایت کوي چې فرمایي:
«إِنَّ أَبْغَضَ الرِّجَالِ إِلَى اللهِ الْأَلَدُّ الْخَصِمُ».
«د الله تعالی په وړاندې تر ټولو مبغوض انسان هغه دی چې تل سخت جګړه مار وي».
[صحيح] - [متفق علیه دی ( بخاري اومسلم دواړو روایت کړی دی)] - [صحیح بخاري - 2457]
رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکوي چې الله - جل جلاله - له هغو خلکو څخه کرکه کوي چې سخت جګړه مار او زیات جګړه کوونکی وي؛ هغه چې حق ته غاړه نه ږدي او هڅه کوي چې حق په خپلو دلایلو سره په شا وتمبوي، یا دا چې په حقه جګړه کوي خو په شخړه کې د اعتدال له حد نه اوړي، او له علم پرته شخړه کوي.
أن الذي يحاج عن حق له وهو مظلوم بطريق الحجاج الشرعي، وأصول المرافعات الشرعية، فهذا لا بأس به، ولا تدخل في باب الخصومات المذمومة.ما هو الحجاج الشرعى و ما أصول المرافعات الشرعية فى المحاججة