«من رَدَّتْه الطِّيَرة من حاجة فقد أشرك»، قالوا: يا رسول الله، ما كفارة ذلك؟ قال: «أن يقول أحدهم: اللهم لا خير إلا خيرك، ولا طير إلا طيرك، ولا إله غيرك».
[ضعيف] - [رواه أحمد] - [مسند أحمد: 7045]
المزيــد ...
د عبد الله بن عمروبن العاص - رضي الله عنه - څخه مرفوع روایت - فرمایي چا لره چې فالبینۍ د خپلې اړتیا ته څخه منع کړ په حقیقت کې یې شرک وکړ، هغوی وویل: نو د دې کفاره څه شی دی، ویې ویل: چې ووایې: ای الله ستا له خير پرته بل خیر نشته، او د خیر تمه او امید نه کیږي مګر ستا څخه ( مرغه یوازې ستا یو مخلوق دی چې نه ګټه رسولی شی او نه تاوان، بلکه ګټه یا تاوان رسوونکی یوازې ته یې) او ستا پرته بل معبود نشته.
پدې حدیث کې پیغمبر - صلی الله علیه وسلم - مونږ ته خبر راکوي چې څوک چې د بد فال نیونې له امله په خپل کار کې له مخته تګ څخه منع شو نو حقیقت کې یې یو ډول شرک وکړ، کله چې صحابه کرامو ورڅخه د دې لویې ګناه د کفارې پوښتنه وکړه، نو دې مبارکو عبارتونو ته یې د هغوی لارښوونه وکړه چې په حدیث کې دي، او په ترڅ کې یې چارې الله ته سپارل کیږي، او ځواکمني د هغه پرته له نورو څخه نفي کیږي.