ډلبندي: . .
عن أبي هريرة رضي الله عنه: أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال:

«لَا تَجْعَلُوا بُيُوتَكُمْ مَقَابِرَ، إِنَّ الشَّيْطَانَ يَنْفِرُ مِنَ الْبَيْتِ الَّذِي تُقْرَأُ فِيهِ سُورَةُ الْبَقَرَةِ».
[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 780]
المزيــد ...

له ابوهریره رضي الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل:
"له خپلو کورونو څخه هدیرې مه جوړوئ، یقینا چې شیطان له هغه کور څخه تښتي چې د بقرې سورت پکې لوستل کیږي".

الملاحظة
محمد
النص المقترح لا يوجد...
الملاحظة
مترجم التركية لا يوجد
النص المقترح مترجم التركية لا يوجد

[صحيح دی] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحيح مسلم - 780]

تشریح

رسول الله صلی الله علیه وسلم منع فرمایلی چې کورونه له لمانځه څخه خالي شي، ځکه (بې لمانځه کورونه) هدیرو ته ورته وي چې لمونځ پکې نه کیږي.
بیا رسول الله صلی الله علیه وسلم خبر ورکړ چې شیطان له هغه کور نه تښتي چې د بقرې سورت پکې لوستل کیږي.

الملاحظة
Galatooma garuu hadiisota Hunda akkana nuuf gochuu qabdu
النص المقترح Afaan oromo

د حديث له ګټو څخه

  1. په کورونو کې ډېر عبادت او نفلي لمونځونه کول مستحب دي.
  2. په هدیرو کې له جنازې پرته لمونځ کول ناروا دي؛ ځکه دا د شرک لپاره یوه وسیله او د مړو په حق کې غلو یعنې له حد نه اوړېدل دي.
  3. د قبرونو تر څنګ لمونځ کول د صحابه کرامو په تایید سره منع شوی دی، لدې امله رسول الله صلی الله علیه وسلم منع فرمایلي ده چې کورونه لکه د هدیرو په څېر وګرځول شي چې لمونځ پکې نه کیږي.
الملاحظة
بيان فضل سورة البقرة.
الحديث
النص المقترح فضل العلم
د ژباړو کتنه
ژبه: انګلیسي اردو هسپانوي نور (62)
ډلبندیانې
  • .