د احادیثو لړلیک

1. بُنِيَ الْإِسْلَامُ عَلَى خَمْسٍ - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
2. له تاسو څخه چې چا ناروا کړنه ولیده نو په لاس سره دې منع کړي، که چیرته یې نشو کولای نو په ژبې سره، او که چېرته یې نشو کولای نو په زړه سره، او دا تر ټولو کمزوری ایمان دی»، - 4 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
3. چاچې په اسلام کې نیکي وکړه نو د جاهلیت په کړنو نه نیول کیږي، او چا چې په اسلام کې بدۍ وکړې نو په لومړۍ او دویمې دواړو سره نیول کیږي
عربي انګلیسي اردو
4. خبر راکړه که چېرته فرضي لمونځونه وکړم، د رمضان میاشت روژه ونیسم، حلال حلال وګڼم، او حرام حرام وګڼم
عربي انګلیسي اردو
5. الطُّهُورُ شَطْرُ الْإِيمَانِ، وَالْحَمْدُ لِلهِ تَمْلَأُ الْمِيزَانَ، وَسُبْحَانَ اللهِ وَالْحَمْدُ لِلهِ تَمْلَآنِ -أَوْ تَمْلَأُ- مَا بَيْنَ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
6. خبردار اوسئ! نږدې ده چې یو سړي ته به زما لخوا نه حدیث ورسیږي او هغه به بالښت ته تکیه وهلي وي او وایې به : زمونږ او ستاسو تر منځه د الله کتاب دی - 6 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
7. یقینا د الله تعالی حق پر بنده ګانو دا دی چې عبادت یې وکړي او هیڅ شی ورسره شریک نه کړي او د بنده ګانو حق پر الله تعالی دا دی چې هغه چاته عذاب ورنکړي چې شرک یې ورسره نه وي کړی
عربي انګلیسي اردو
8. څوک چې مړ شو، پداسې حال کې چې د الله سره یې څه شی نه وي شریک کړی، جنت ته به داخل شي، او څوک چې مړ شو پداسې حال چې د الله تعالی سره څه شی شریک کړی وي اور ته به داخل شي
عربي انګلیسي اردو
9. ماته په اسلام کې داسې یوه وینا وښایه چې له تا پرته له بل چا څخه پوښتنه ونکړم، هغه وفرمایل: ووایه چې په الله مې ایمان راوړی، بیا پرې ټینګ پاتې شه - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
10. الله تعالی به زما له امت څخه یو سړی د قیامت په ورځ د ټولو مخلوقاتو په حضور کې ځانته کړي
عربي انګلیسي اردو
11. کله چې الله - تعالی - جنت او اور (دوزخ) پیدا کړل، نو جبرائیل علیه السلام
عربي انګلیسي اردو
12. الله د آسمانونو او ځمکې له پیدا کولو څخه پنځوس زره کاله مخکې د مخلوقاتو تقدیر لیکلی دی
عربي انګلیسي اردو
13. (زه تاسې) د الله تعالی نه په وېرېدلو او د حاکم (واکمن) په اطاعت سره وصیت کوم که څه هم دا واکمن یو حبشي غلام وي، او ژر دی چې تاسو به زما نه وروسته سخت اختلاف ووینئ، نو تاسې زما او د هدایت موندونکو راشدینو خلفاوو په سنتو کلکې منګولې ولګوئ - 8 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
14. کله چې اذان کوونکی: اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ ووایي: نو ستاسو څخه دې یو اللهُ أَكْبَرُ اللهُ أَكْبَرُ
عربي انګلیسي اردو
15. له چا څخه چې لمونځ هېر شو، نو هغه مهال دې وکړي کله چې وریاد شو، لدې پرته یې بله کفاره نشته
عربي انګلیسي اردو
16. إِنَّ بَيْنَ الرَّجُلِ وَبَيْنَ الشِّرْكِ وَالْكُفْرِ تَرْكَ الصَّلَاةِ». «د انسان، شرک او کفر تر منځه توپير: د لمانځه پرېښودل دي - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
17. یقینا چې زموږ او د دوی تر منځ تړون لمونځ دی، نو چا چې دا پرېښود، هغه كافر شو - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
18. الله جل جلاله فرمايي چې : ما د خپل ځان او خپل بنده تر منځه لمونځ په دوو برخو ویشلی دی او زما بنده به هغه څه ترلاسه کوي چې هغه یې غواړي - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
19. اې د الله رسوله! هیڅ وړه او لویه ګناه مې نده پریښې مګر دا چې کړې مې ده، هغه وفرمایل: آیا ته ګواهي نه ورکوې چې په حقه د عبادت لایق نشته مګر یوازې یو الله دی او پدې چې محمد د الله رسول دی؟
عربي انګلیسي اردو
20. هغه یوه ورځ هم داسې ندي ویلي چې اې زما ربه! ماته د قیامت په ورځ زما ګناهونه وبخښه
عربي انګلیسي اردو
21. آیا پوهیږئ چې رب مو څه وویل؟» هغوی وویل: الله او رسول یې ښه پوهیږي، ویې فرمایل: زما بنده ګانو پداسې حال کې سهار کړ چې ځیني له دوی څخه پر ما ایمان لرونکي او ځینې نور یې کفر کوونکي دي
عربي انګلیسي اردو
22. ځینې وختونه زمونږ زړونو ته داسې خبرې راځي چې ډیره سخته ده چي په اړه یې خبرې وکړو، هغه وفرمایل: «آیا داسې څه مو حس کړي دي؟» هغوی وویل: هو، ویې فرمایل: همدا څرګند او روښانه ایمان دی
عربي انګلیسي اردو
23. الحمدُ لله الذي ردَّ كيدَه إلى الوسوسَةِ». یعنې الله ستر دی الله ستر دی، الله لره ستاینه ده چې د شیطان مکر یې د هغه وسوسې ته وروګرځاوه
عربي انګلیسي اردو
24. شیطان ستاسو څخه یو ته راځي او وايي: دا فلانی شی چا پيدا کړی؟ دا فلانی شی چا پيدا کړی؟ تر دې چې ووايي: ستا رب چا پیدا کړی؟ نو کله چې دې حد ته ورسېده، نو په الله دې پناه وغواړي او نور دې ودریږي - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
25. عملونه شپږ دي او خلک څلور ډوله دي، دوه عملونه دي چې واجبوونکي دي، او - بل ډول - سر په سر، او نیکي یو په لس چنده ده، او - بل ډول - نیکي په اووه سوه ده
عربي انګلیسي اردو
26. الله تعالی په مؤمن باندې په نيکۍ کې ظلم نه کوي، په دنيا کې پرې بدله ورکوي او په آخرت کې پرې هم بدله ورکوي
عربي انګلیسي اردو
27. داسې مهال دې اسلام راوړی چې مخکې دې ترې ښه کارونه کړي دي
عربي انګلیسي اردو
28. الله جل جلاله خوښ ګڼي چې له رخصتونو څخه یې ګټه واخیستل شي، لکه څرنګه چې له عزیمتونو څخه یې ګټه اخیستل کیږي
عربي انګلیسي اردو
29. د منافق مثال د هغه پسه په شان دی چې د دوو رمو تر منځه ځي راځي، کله دې ته ورځي او کله هغې ته ( نه پوهیږې چې کومې سره یو ځای شي
عربي انګلیسي اردو
30. ستاسو څخه د یو چا په زړه کې ایمان داسې کمزوری کیږي لکه څرنګه چې جامې - په اغوستلو سره - زړیږي، نو له الله تعالی څخه وغواړئ چې ایمان مو په زړونو کې تازه کړي
عربي انګلیسي اردو
31. بې شکه چې د قیامت له نښانو څخه دا دي چې علم پورته کړی شي، ناپوهي زیاته شي او زنا ډیره شي، د شرابو څښل زیات شي، سړي کم شي او ښځې زیاتې شي تر دې چې د پنځوسو ښځو سرپرستي به یو سړی کوي
عربي انګلیسي اردو
32. تر هغه پورې قیامت نه قایمیږي تر دې چې یو سړی به د خپل ورور په قبر تېر شي او وبه وایي، کاش چې زه د دې پر ځای وم
عربي انګلیسي اردو
33. قیامت به تر هغه پورې رانشي تر څو تاسو له یهودو سره جنګ وکړئ، تر دې چې هغه تېږه اواز وکړي چې یهودي یې تر شا پټ شوی دی - او ووایي - اې مسلمانه زما شاته یو یهودی دی، نو هغه ووژنه
عربي انګلیسي اردو
34. وَالَّذِي نَفْسِي بِيَدِهِ، لَيُوشِكَنَّ أَنْ يَنْزِلَ فِيكُمْ ابْنُ مَرْيَمَ حَكَمًا مُقْسِطًا، فَيَكْسِرَ الصَّلِيبَ، وَيَقْتُلَ الخِنْزِيرَ، وَيَضَعَ الجِزْيَةَ، وَيَفِيضَ المَالُ حَتَّى لاَ يَقْبَلَهُ أَحَدٌ». «قسم په هغه ذات چې زما روح د هغه په لاس کې دی، نږدې ده چې په تاسو کې به عیسې زوی د مریمې په عدالت قایمولو سره راښکته شي، صلیب به مات کړي او خنزیر به ووژني، جزیه به وټاکي، او مال به دومره پراخه شي چې هېڅوک به یې (د صدقې په حېث) نه قبلوي
عربي انګلیسي اردو
35. قیامت به تر هغه وخته نه راځي تر څو چې لمر له لوېدیځ څخه راختلی نه وي، نو کله چې راوخېژي او خلک یې وګوري ټول به ایمان راوړي
عربي انګلیسي اردو
36. قیامت به تر هغه وخته قایم نشي تر څو چې وختونه را لنډ شي
عربي انګلیسي اردو
37. الله جل جلاله به ځمکه په خپله قبضه کې ونیسي، او اسمانونه به په ښي لاس کې نچه کړي، بیا به وفرمایي: زه پادشاه یم، چېرته دي د ځمکې پادشاهان
عربي انګلیسي اردو
38. زما حوض د یوې میاشتې واټن - په اندازه اوږد او پراخ - دی، اوبه یې د شېدو څخه سپینې دي، او بوی یې له مشکو څخه غوره دی - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
39. زه به په حوض باندې - ولاړ - یم تر څو وګورم چې ستاسو څخه څوک پر ما راځي، نو یو څه خلک به ماته له راتګ څخه منع شي، زه به ووایم: اې ربه دوی زما او زما له امت څخه دي
عربي انګلیسي اردو
40. قسم په هغه ذات چې د محمد روح د هغه په ​​لاس کې دی چې لوښي یې د آسمان له ستورو او سیارو له شمېر څخه زیات دي
عربي انګلیسي اردو
41. مرګ به د یو برګ پسه په څېر راوستل شي - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
42. ستاسو اور د جهنم د اور له اويا برخو څخه يوه برخه ده
عربي انګلیسي اردو
43. رسول الله صلى الله عليه وسلم مونږ ته وفرمايل - حال دا چې - هغه رښتينى او امانتدار دى چې: «ستاسو څخه د يو تن پېداېښت داسې وي چې د خپلې مور په ګېډه کې څلوېښت ورځې او څلوېښت شپې راټولېږي - 4 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
44. هر څه په تقدیر باندې دي، تر دې چې تنبلي او ویښتوب او یا ویښتوب او تنبلي
عربي انګلیسي اردو
45. کله چې الله تعالی د یو بنده په اړه په یوه ځمکه کې د هغه د مرګ پرېکړه وکړي، نو هغې ځمکې ته د ورتګ لپاره ورته اړتیا پیدا کړی شي
عربي انګلیسي اردو
46. مَنْ كَذَبَ عَلَيَّ مُتَعَمِّدًا فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّارِ». "څوک چې په قصدي توګه پر ما درواغ ووايي، هغه دې په دوزخ کې د خپل د ناستي ځای وټاکي - 8 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
47. او زه ضمام بن ثعلبه د بنو سعد بن بکر له قبیلې څخه یم
عربي انګلیسي اردو
48. رسول الله صلی الله علیه وسلم د یو څه یادونه وکړه، بیا یې وفرمایل: « دا به هغه مهال وي چې علم له منځه لاړ شي
عربي انګلیسي اردو
49. اهل کتاب مه ریښتیني ګڼئ او مه دروغجن، بلکې ووایئ: {آمَنَّا بِاللهِ وَمَا أُنْزِلَ إِلَيْنَا}
عربي انګلیسي اردو
50. علم د دې لپاره مه زده کوئ چې د علماوو په وړاندې پرې فخر وکړئ او نه د دې لپاره چې ناپوهانو ته پرې ځان وښایئ - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
51. الله تعالی د نېغې لارې مثال - داسې - بیانوي
عربي انګلیسي اردو
52. په رسول الله صلی الله علیه وسلم باندې - وحې پداسې حال کې - نازله شوه، چې هغه د څلوېښتو کالو و - 4 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
53. رسول الله صلی الله علیه وسلم به نه پوهېده چې په کوم آیت باندې سورت پای ته ورسوي تر څو یې له بل سورت څخه جلا کړي تر دې چې {بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ} به پرې نازله شوه
عربي انګلیسي اردو
54. آیا ستاسو څخه یو څوک دا خوښوي چی کله خپل کور ته راستون شي نو په هغه کې درې لویې اوښې چې ښې څربي وي ومومي؟
عربي انګلیسي اردو
55. يقالُ لصاحبِ القرآن: اقرَأ وارتَقِ، ورتِّل كما كُنْتَ ترتِّل في الدُنيا، فإن منزِلَكَ عندَ آخرِ آية تقرؤها». «د قرآن څښتن - حافظ، لوستونکي او پرې عمل کوونکي - ته به وویل شي: لوله، او پورته خېژه، یقینا چې ستا مقام د وروستني آیت سره دی چې ته به یې لولې - 4 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
56. په لوړ غږ د قرآن تلاوت کوونکی د هغه چا په څېر دی چې په ښکاره صدقه او خیرات ورکوي، او په پټ او ټیټ غږ د قرآن تلاوت کوونکی د هغه چا په څېر دی چې په پټه صدقه او خیرات ورکوي - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
57. دوی به له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه لس آیتونه زده کړل، نو تر هغه پورې به یې لس نور آیتونه ترې نه اخیستل تر څو به یې چې په هغوی علم او عمل نه و زده کړی، نو فرمایي
عربي انګلیسي اردو
58. اې ابو المنذره، ته پوهېږې چې د الله په کتاب کې تاسره کوم آيت تر ټولو لوى دى؟» وايي: ما وويل: {اللهُ لا إِلَهَ إِلا هُوَ الْحَيُّ الْقَيُّومُ} [البقرة: 255]. (الله (چې دى) نشته هېڅ لايق د عبادت مګر هم دى دى، همېشه ژوندى دى، د ټولې نړۍ انتظام كوونكى دى)وایي: نو زه یې په سينه کې ووهلم او ويې ويل: په الله قسم، چې علم دې درته مبارک شي (علم دې درته اسان شي) اې ابو المنذره - 10 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
59. رسول الله صلی الله علیه وسلم به هره شپه کله خپل خوب ځای ته راغی، نو خپل لاسونه به یې سره یو ځای کړل، او {قُلْ هُوَ اللهُ أَحَدٌ}، {قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ} او {قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ}
عربي انګلیسي اردو
60. یهودیان هغه څوک دي چې غضب کړای شوي او نصارا ګمراهان دي
عربي انګلیسي اردو
61. کله دې چې هغه کسان ولیدل چې لدې آیتونو څخه د متشابهاتو پسې ګرځي نو همدوی هغه کسان دي چې الله تعالی یې یادونه کړې ده نو ځان ترې وساتئ
عربي انګلیسي اردو
62. هېڅوک نشته چې ګناه وکړي، بیا پاڅيږي، ځان پاک کړي او بیا لمونځ وکړي، بیا له الله جل جلاله څخه بخښنه وغواړي، مګر دا چې الله به هغه ته بخښنه وکړي
عربي انګلیسي اردو
63. هر هغه څه حسابیږي چې له تاسره یې خیانت کړی، ستا نافرماني یې کړې او دروغ یې درته ویلي، او هغوی ته ستا جزا ورکول هم حسابیږي
عربي انګلیسي اردو
64. آیا هغه ذات چې ده ته یې په دنیا کې وړتیا ورکړې ده چې په پښو وګرځي پدې قادر ندی چې په قیامت کې یې په مخ وګرځوي؟
عربي انګلیسي اردو
65. (لَا إِلَهَ إِلَّا اللهُ) ووایه، زه به درته د الله تعالی په وړاندې د قیامت په ورځ ګواهي ورکړم
عربي انګلیسي اردو
66. په حقیقت کې، هغه څه چې تاسو یې وایئ او بلنه ورته کوئ ډېر ښه به وي که تاسو موږ ته ووایاست چې آیا د هغه څه لپاره کفاره شته چې مونږ کړي دي
عربي انګلیسي اردو
67. هغه ته ورشه او ورته ووایه: ته له دوزخیانو څخه نه، بلکې له جنتیانو څخه یې
عربي انګلیسي اردو
68. اې خلکو، یقینا چې الله جل جلاله ستاسو څخه د جاهلیت غرور او په پلرونو ویاړ لرې کړی دی - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
69. {ثُمَّ لَتُسْأَلُنَّ يَوْمَئِذٍ عَنِ النَّعِيمِ}
عربي انګلیسي اردو
70. زما د امت په پای کې به داسې خلک وي چې تاسو ته به هغه څه بیانوي چې تاسو او ستاسو پلرونو به نه وي اورېدلي، نو پام وکړئ او ځان ترې وساتئ - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
71. لیکه، په هغه ذات قسم چې زما روح یې په لاس کې دی، چې له حق پرته ترې بل څه نه راوځي - 4 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
72. رسول الله صلی الله علیه وسلم به هر لمانځه ته اودس کاوه
عربي انګلیسي اردو
73. رسول الله صلی الله علیه وسلم داسې اودس وکړ چې هر غړی یې یو یو ځل ومینځه
عربي انګلیسي اردو
74. رسول الله صلی الله علیه وسلم دوه دوه ځلې اودس وکړ (یعنې هر غړی یې دوه دوه ځلې ووینځه)
عربي انګلیسي اردو
75. کله چې ستاسو څخه یو څوک په خپلې ګېډه کې څه شی ومومي او په دې پوه نه شي چې ایا څه ترې ووتل که نه، نو تر هغه دې له جومات څخه نه وځي تر څو چې غږ واوري او یا باد بوي ومومي
عربي انګلیسي اردو
76. دا په هر مسلمان حق دی چې په هرو اوو ورځو کې یو ځل غسل وکړي، چې په هغه کې خپل سر او خپل ځان ووینځي
عربي انګلیسي اردو
77. زه رسول الله صلی الله علیه وسلم ته راغلم غوښتل مې چې اسلام راوړم، نو راته یې امر وکړ چې په اوبو او بېرې سره غسل وکړم
عربي انګلیسي اردو
78. إِذَا سَمِعْتُمُ الْمُؤَذِّنَ فَقُولُوا مِثْلَ مَا يَقُولُ، ثُمَّ صَلُّوا عَلَيَّ
عربي انګلیسي اردو
79. چا چې د الله جل جلاله لپاره جومات آباد کړ، نو الله تعالی به ورته د هغه په څېر کور په جنت کې آباد کړي
عربي انګلیسي اردو
80. زما پدې جومات کې یو لمونځ په نورو جوماتونو کې له زرو لمونځونو څخه غوره دی پرته له مسجد الحرام (بیت الله ) څخه
عربي انګلیسي اردو
81. إِذَا دَخَلَ أَحَدُكُمُ الْمَسْجِدَ فَلْيَرْكَعْ رَكْعَتَيْنِ قَبْلَ أَنْ يَجْلِسَ». «کله چې ستاسو څخه یو څوک جومات ته ننوځي، نو مخکې لدې چې کینې دوه رکعته لمونځ دې وکړي
عربي انګلیسي اردو
82. کله چې ستاسو څخه یو څوک جومات ته ننوت نو ودې وایي: اللَّهُمَّ افْتَحْ لِي أَبْوَابَ رَحْمَتِكَ، یعنې اې الله! ماته ستا د رحمت دروازې پرانیزه، او کله چې راووځي نو ودې وایي: اللَّهُمَّ إِنِّي أَسْأَلُكَ مِنْ فَضْلِكَ. یعنې اې الله! زه ستا څخه ستا د فضل غوښتنه کوم
عربي انګلیسي اردو
83. يا بلالُ، أقِمِ الصَّلاةَ، أرِحْنا بها». «اې بلاله، د لمانځه لپاره - اذان او - اقامت وکړه او مونږ پرې راحت کړه
عربي انګلیسي اردو
84. اې خلکو! دا کار مې ځکه وکړ چې ماپسې اقتدا وکړئ، او زما لمونځ زده کړئ
عربي انګلیسي اردو
85. کله چې تاسې لمونځ کوئ، نو خپل صفونه برابر کړئ، بیا دې ستاسو څخه یو ستاسو امامت وکړي، نو کله یې چې تکبیر ووایه، تاسو هم تکبیر ووایئ
عربي انګلیسي اردو
86. زما دې قسم په هغه ذات وي چې زما روح د هغه په لاس کې دی، زه په لمانځه کې په تاسو ټولو کې د رسول الله صلی الله علیه وسلم لمانځه ته زیات ورته والی لرم، او همدا یې تر هغه پورې د لمانځه طریقه وه تر څو چې له دنیا څخه لاړ
عربي انګلیسي اردو
87. په خلکو کې تر ټولو بد غل هغه دی چې هغه خپل لمونځ غلا کوي» هغه وفرمایل: څنګه خپل لمونځ غلا کوي؟ ویې فرمايل چې: «نه یې رکوع بشپړوي، او نه یې سجده
عربي انګلیسي اردو
88. کله به چې رسول الله صلی الله علیه وسلم خپله ملا له رکوع څخه پورته کړه نو - دا دعا به یې وویله: «سَمِعَ اللهُ لِمَنْ حَمِدَهُ - 2 ملاحظة
عربي انګلیسي اردو
89. رسول الله صلی الله علیه وسلم به د هر فرضي لمانځه په پاي کې دا ذکر کاوه
عربي انګلیسي اردو
90. رسول الله صلی الله علیه وسلم به د دوو سجدو تر منځه «رَبِّ اغْفِرْ لِي، رَبِّ اغْفِرْ لِي» وېل
عربي انګلیسي اردو
91. دا یو شیطان دی چې خنزب ورته ویل کیږي، نو کله دې چې حس کړ، له هغه څخه په الله پناه وغواړه، او چپ لوري ته دې درې ځلې تو کړه
عربي انګلیسي اردو