قُلْتُ: يَا رَسُولَ اللهِ، قُلْ لِي فِي الْإِسْلَامِ قَوْلًا لَا أَسْأَلُ عَنْهُ أَحَدًا غَيْرَكَ، قَالَ: «قُلْ: آمَنْتُ بِاللهِ، ثُمَّ اسْتَقِمْ».
[صحيح] - [رواه مسلم وأحمد] - [مسند أحمد: 15416]
المزيــد ...
له سفیان بن عبد الله الثقفی رضي الله عنه څخه روایت دی وایي:
ما وویل: اې د الله جل جلاله رسوله، قُلْ لِي فِي الْإِسْلَامِ قَوْلًا لَا أَسْأَلُ عَنْهُ أَحَدًا غَيْرَكَ، قَالَ: «قُلْ: آمَنْتُ بِاللهِ، ثُمَّ اسْتَقِمْ». ماته په اسلام کې داسې یوه وینا وښایه چې له تا پرته له بل چا څخه پوښتنه ونکړم، هغه وفرمایل: ووایه چې په الله مې ایمان راوړی، بیا پرې ټینګ پاتې شه».
صحابي سفیان بن عبدالله رضي الله عنه له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه پوښتنه وکړه چې هغه ته یوه داسې وینا وښیي چې د اسلام په جامع مفهوم مشتمله وي تر څو پرې عمل وکړي او له بل چا یې په اړه پوښتنه ونکړي؟ نو رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: ووایه چې: الله مې یو ګڼلی او ایمان مې راوړی چې هغه مې خالق او حق معبود دی او هېڅ شریک نه لري. بیا د فرایضو په ادا کولو سره د الله جل جلاله پیروۍ ته غاړه ږدي او محارم یې پریږدي او همداسې دوام ورکوي.