+ -

عن عائشة رضي الله عنها قالت: سمعتُ من رسول الله صلى الله عليه وسلم يقول في بيتي هذا:
«اللَّهُمَّ مَنْ وَلِيَ مِنْ أَمْرِ أُمَّتِي شَيْئًا فَشَقَّ عَلَيْهِمْ فَاشْقُقْ عَلَيْهِ، وَمَنْ وَلِيَ مِنْ أَمْرِ أُمَّتِي شَيْئًا فَرَفَقَ بِهِمْ فَارْفُقْ بِهِ».

[صحيح] - [رواه مسلم] - [صحيح مسلم: 1828]
المزيــد ...

له عائشې رضي الله عنها څخه روایت دی، وایي چې: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه په خپل دې کور کې اورېدلي دي چې وییل یې:
«اللَّهُمَّ مَنْ وَلِيَ مِنْ أَمْرِ أُمَّتِي شَيْئًا فَشَقَّ عَلَيْهِمْ فَاشْقُقْ عَلَيْهِ، وَمَنْ وَلِيَ مِنْ أَمْرِ أُمَّتِي شَيْئًا فَرَفَقَ بِهِمْ فَارْفُقْ بِهِ». «یا الله ! څوک چې زما د امت د چارو مسوولیت په غاړه واخلي او له هغوی سره سختي وکړي نو سختي پرې راوله، او چا چې چې زما د امت د چارو مسوولیت پر غاړه واخیست او په نرمۍ یې ورسره چلند وکړ، نو پرې مهربانه شه».

[صحيح] - [مسلم روايت کړی دی] - [صحیح مسلم - 1828]

تشریح

رسول الله صلى الله عليه وسلم د هر هغه چا لپاره (بد دعایي) خېرا کړېده چې د مسلمانو له چارو څخه یې د یوې مسؤوليت پر غاړه واخلي، هغه که کوچنی وي یا لوی، او برابره خبره ده که دا عامه ولایت وي یا خاصه، او پر هغوی یې سختي راوسته او نرمي یې ورسره ونکړه، نو الله تعالی به ورته سزا د عمل له جنس څخه ورکړي او سختي به ورسره وکړي.
او دا چې څوک پرې مهربانه شي، او چارې یې ورته اسانه کړي، نو الله به پرې مهربانه شي او چارې به یې ورته اسانه کړي.

ژباړه: انګلیسي اردو هسپانوي اندونیسیایي اویغوري ژبه بنګالي فرانسوي ترکي روسي بوسنیایي سنیګالي ژبه هندي چینایي فارسي ویتنامي ژبه تګالوګ کردي ژبه هوساوي ژبه پرتګالي ژبه ملیالمي ژبه تلګویي ژبه سواحيلي ژبه تاميلي برمایی ژبه تايلندي ألماني ياباني آسامي ألباني سويډني امهري ژباړه هالنډي ژباړه ګجراتي قرغیزي نیپالي یوروبایي لیتواني دري صربي صومالیایي تاجیکي کینیارونډا ژباړه رومانیایي ژباړه هنګري چیکي ملاګاسي ایټالیایي اورومي ژباړه Kannada کنادا آزري اوزبکي اوکراني
د ژباړو کتنه

د حديث له ګټو څخه

  1. څوک چې د مسلمانانو د یوې چارې مشري پر غاړه واخلي، نو له هغوی سره دې هر څومره کیږي نرمي وکړي.
  2. سزا د عمل له جنس څخه وي.
  3. د نرمۍ او سختۍ معتبره اندازه هغه ده چې له کتاب (قرآن) او سنت سره په ټکر کې نه وي.
نور